جلال اباد (پژواک، ۳ زمری ۹۷): په ننګرهار کې د ملي امنیت مؤظفینو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د نږدې زر پایو مخابرو لېږدوونکی، یو کس د انسان تښتولو، درې داعش وسله وال او دوه طالبان نیولي دي.
نيول شوي کسان او توکي د زمري په ۳مه د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر کې خبريالانو ته وښودل شول او تر څنګ يې د دغه ولايت د والي ویاند په تړاو رسنيو ته معلومات ورکړل.
د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل، د راحت الله په نوم يو کس د بهسودو ولسوالۍ په سیمه کې د ملي امنیت مؤظفینو له لوري له ۹۵۴ پايو هغو مخابرو سره یو ځای نیول شوی چې د ترهګريز فعالیت په موخه یې وسله والو مخالفینو ته لېږدولې .
نوموړي زیاته کړه، د ملي امنيت منسوبینو درې داعش وسله وال هم نيولي چې يو يې د داعش ډلې د اکمالاتو مسوول، بل په جلال اباد ښار کې ماین خښوونکی و او درېيم یې هم د داعش وسله والو د ښځو د انتقال مسووليت درلود.
دی زياتوي: ((په نيول شوو داعشيانو کې د اسدالله په نوم د داعش غړی چې له کابل او يو شمېر نورو سيمو يې د داعش وسله والو ښځې د خوږياڼو وزيرو تنګي سيمې ته لېږدولې هم شامل دی.))
خوږياڼي وړاندې دا هم وويل چې د ملي امنيت مسوولينو د خپلو عملياتو په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان هم نيولي چې يو يې په جلال اباد ښار او بل يې هم غني خېلو ولسوالۍ کې نيول شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، د محمد امين په نوم د انسان تښتونې ګروپ غړی د ملي امنیت مؤظفینو له لوري د سره رود ولسوالۍ په دوه سړکې سیمه کې نیول شوی دی.
د ملي امنيت ادارې له لوري رسنيو ته يوه ويډيوي سي ډي هم ورکړل شوه، چې نيول شويو کسانو په کې پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
بلخوا په کابل کې د ملي امنيت رياست له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو يې په پروان و کې يو کس ځانمرګى بريدګر نيولى دى.
سرچينې زياته کړې چې ياد تن په جبل السراج ولسوالۍ کې نيول شوى او د کندوز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکى دى.
داعش او طالب وسله والو بيا تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن