ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ايرلينډ پر وړاندې سياليو لپاره د کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه

د ايرلينډ پر وړاندې سياليو لپاره د کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه

author avatar
25 Jul 2018 - 16:21
د ايرلينډ پر وړاندې سياليو لپاره د کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه
author avatar
25 Jul 2018 - 16:21

کابل (پژواک، ٣ زمرى ٩٨ ): د ايرلينډ پر وړاندې د شل اووريزو او يو ورځنيو نړيوالو سياليو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه.

ټاکل شوې ده د افغانستان او ايرلينډ تر منځ د کرکټ دغه سيالۍ راتلونکې مياشت د ايرلينډ په کوربه توب ترسره شي.

د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل د زمري په ٣مه د ملي لوبډلې د اعلان پر مهال وويل چې له ډېر غور وروسته يې غوره لوبډله ټاکلې ده.

هغه زیاته کړه، دغه لوبې به د افغانستان لوبغاړو لپاره یوه غوره پایله ولري او د راتلونکي نړیوال جام لپاره د لوبغاړو چمتووالي برخه کې اغېزناکې تمامې شي او تر څنګ به یې د لوبغاړو لا ډېره روزونه وشي.

منګل وايي: ((تمه ده چې په دغو لوبو کې افغان لوبغاړي ډېر ښه وځلېږي، لوبې به که څه هم ستونزمنې وي، خو موږ د دواړو فارمټونو لپاره غوره لوبغاړي ټاکلي دي.))

د هغه په وینا، په یاد نوملړ کې د ځوان او تکړه لوبغاړو نومونه شامل دي چې حضرت الله ځاځی، وفادار مومند، سیداحمد شېرزاد او د میرویس اشرف بېرته راتګ یې غوره بېلګې دي.

منګل زیاته کړه چې شاهپور ځدراڼ، نورعلي ځدراڼ او حمید حسن د ټپي کېدو له امله د غوراوي لپاره په پام کې نه دي نیول شوي، یاد درې لوبغاړي اوسمهال تر درملنې لاندې دي.

د غوراوي کمېټې غړي حاجي ولي امین وویل: ((زموږ ډېر تمرکز راتلونکي نړیوال جام ته د لوبغاړو پر بشپړ چمتووالي دی، څو تر هغه مهاله ورته لوبغاړي ښه وروزل شي.))

د ایرلنډ پر وړاندې د نړیوالو شل اوریزو لوبو لپاره ۱۴ کسیزه لوبډله: محمد شهزاد محمدي، عثمان غني، حضرت الله ځاځی، سمیع االله شینواری، اصغرستانکزی، محمد نبي، شفیق الله شفق، نجیب ځدراڼ، ګلبدین نایب، راشدخان، مجیب ځدراڼ، میرویس اشرف، افتاب عالم او فرید ملک."

او د نړیوالو پنځوس اوریزو لوبو لپاره په ۱۶ کسیزه لوبډله کې محمد شهزاد، جاوید احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه، اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواری، حشمت الله شاهدي، نجیب ځدراڼ، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشدخان، مجیب ځدراڼ، افتاب عالم، سیداحمد شېرزاد، دولت ځدراڼ او وفادار مومند شامل دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.