کابل (پژواک، ٣ زمرى ٩٧) : د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې د ولسوالیو شوراګانو غړي به له معاش او نورو قانوني امتیازاتو برخمن وي.
د يادې ادارې مطبوعاتي دفتر له خوا د زمري په ٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د قانون د حاکمیت او له اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا پرېکړه وکړه چې د ولسوالیو شوراګانو غړي به له معاش او نورو اړوند قانوني او لازمو امتیازاتو برخمن وي.
سرچينې زياته کړې، د زمري میاشتې په ۳مه نېټه د یادې شورا په غونډه کې چې ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوې وه، پرېکړه وشوه چې د ولسوالیو شوراګانو ټول غړي به له معاشاتو او نورو قانوني او لازمو امکاناتو برخمن وي.
سرچينې زیاته کړه، د سیمه ییزو ارګانونو اداره همدا مهال د سیمه ییزو شوراګانو د قانون د نوې مسودې پر جوړولو کار کوي چې د ولسوالیو شوراګانو د معاشاتو او نورو امتیازاتو په اړه به په کې په پوره وضاحت سره یادونه وشي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د سیمه ییزو شوراګانو د سمون عمومي ریاست له لوري د سیمه ییزو شوراګانو د قانون د نوې مسودې پر تدوین عملاً کار روان دی، تر دې مهاله د یاد قانون په اړه په څلورو زونونو کې مشورتي غونډې جوړې شوې او په یادو مشورتي غونډو کې د ولایتي شوراګانو د غړو، د محلي ادارو د بېلابېلو مسوولینو، د مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو غړو او د ټولنې د نورو نخبه کسانو نظرونه راټول او له توحید وروسته به په قانون کې ځای پر ځای شي.
د سیمه ییزو شوراګانو د قانون له بشپړېدو وروسته به د ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو، د کلیو شوراګانو او د ښاروالیو د مجلسونو ټول مسایل په دغه قانون کې په څرګند ډول واضح شي.
ټاکل شوې د ولسي جرګې له ټاکنو سره یو ځای د لومړي ځل لپاره د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې هم ترسره او د هېواد په ټولو ولسوالیو کې له اساسي قانون سره سم د ولسوالیو شوراګانې جوړې او غړي یې د ازادو ټاکنو له لارې وټاکل شي.
تر دې مخکې داسې اوازې خپرې شوې وې چې ګواکې د ولسوالیو شوراګانو غړي به له معاش او نورو قانوني امتیازاتو برخمن نه وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن