ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لښکرګاه کې ٧ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته

لښکرګاه کې ٧ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
25 Jul 2018 - 19:26
لښکرګاه کې ٧ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
25 Jul 2018 - 19:26

لښکرګاه (پژواک ٣ زمرى ٩٧): د هلمند چارواکي وايي چې د دې ولايت په مرکز لښکرګاه کې د راکټ مرمۍ چاودنې اوه امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شاوخوا څلور بجې د لښکرګاه تورټانک سيمه کې د ملي امنیت د اوپراتيفي ګروپ پر سرتېرو چاودنه شوې چې دوه تنه په کې وژل او پنځه نور ټپيان دي.

ده زياته کړه، پېښه د راکټ مرمۍ د چاودنې په ترڅ کې رامنځته ته شوې، خو دا خبره لا هم کره نه ده، کېدای شي توغندى راغلى وي او يا هم نور چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي وي، خو په دې اړه پلټنې روانې دي.

د سیمې يوه اوسېدونکى د نوم نه ښودولو په شرط پژواک ته وويل، په ياد کور کې چې د ملي امنیت اوپراتيفي ګروپ «سنګوريان» اوسېږي، شپږ پرله پسي چاودنې وشوې.

هغه د پېښې په اړه کره معلومات نه درلودل، خو ويې ويل چې ډېر کسان روغتون ته ولېږدول شول.

په لښکرګاه کې د ايمريجنسي روغتون روغتيايي کارکوونکي وايي، له دې پېښې دوی ته يو جسد او شپږ ټپيان ور وړل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.