پلخمري (پژواک، ٣ زمرى ٩٧): نامعلومو وسله والو کسانو د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار کې شپږو ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
عيني شاهدان وايي، چې د پلخمري ښار قصابۍ کوڅه کې څو تنه نا معلومه وسله والو تر لفظي شخړې وروسته ډزې کړې، دوه تنه يې وژلي او څلور نور يې ژوبل کړي دي.
د ملکي روغتون دهمغږۍ څانګې مسوول ډاکټر شاه محمود هوفياني دزمري په ۳ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې له پېښې ورته دوه جسدونه او څلور ټپيان راوړل شوي، چې ټول ملکي وګړي دي.
د هغه په وينا، د پېښې لامل ورته نه دى معلوم، خو ټول راوړل شوي کسان د کلاشنکوف په ډزو لګيدلي دي.
نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.
د امنيه قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع د پېښې د تاييد ترڅنګ پژواک ته وويل، چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن