چاريکار (پژواک، ٣ زمرى ٩٧): د پروان ولايت په سيدخېل ولسوالۍ کې يو وسله وال کس د دينارخېل په نوم ښوونځي ته ننوتلى او د ياد ښوونځي مدير ميرمهتاب يې پرډزو وژلى دى.
د سيدخېل ولسوال احمدلمرعثمانيار پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره ورځ مازيګر مهال رامنځته شوې ده .
عثمانياروويل:((د محمد رفيع په نوم يو ځوان چې وسله هم ورسره وه او ورور يې د پروان د رجال برجسته قطعې سرتېرى دى، د خلکو په مخکې د ښوونځي مديرته وايي چې ته د اوو کسانو قاتل يې بيا پرې ډزې کوي او له سيمې تښتي.))
هغه زياته کړه، دا په داسې حال کې ده چې د محمد رفيع پلار تېرکال له اووه کسانو سره د چسپکي ماين په چاودنه کې وژل شوى و .
هغه وويل چې د محمد رفيع د نيولو په موخه د پوليسو هڅې روانې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن