ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنجشېر کې د جمعیت ګوند د دوو پخواني قوماندانانو په ګډون څلور کسان وژل شوي

پنجشېر کې د جمعیت ګوند د دوو پخواني قوماندانانو په ګډون څلور کسان وژل شوي

author avatar
25 Jul 2018 - 14:50
پنجشېر کې د جمعیت ګوند د دوو پخواني قوماندانانو په ګډون څلور کسان وژل شوي
author avatar
25 Jul 2018 - 14:50

پاراخ (پژواک، ٣ زمری ٩٧): د پنجشېر په عنابه ولسوالۍ کې ناپېژندو وسله والو د جمعیت ګوند د دوو پخوانیو قوماندانانو په ګډون چې یو یې د ملي امنیت برحال کارکوونکی هم و، څلور کسان وژلي دي.

د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ امر نجم الدین رضايي پژواک خبري اژانش ته وویل، وژل شوي کسان د عنابې ولسوالۍ د ابدرې کلي اوسېدونکي وو چې نن سهار د ملي امنیت په موټر کې د پنجشېر ولایت مرکز ته په لاره د ابدرې په کلي کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري ووژل شوي.

نوموړی زیاتوي، دغه کسان د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوي او د قاتلانو د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

د پنجشېر ولایتي شورا رییس عزم الدین میرزايي د یاد خبر په تایید وویل، وژل شوي دوه کسان (ګل نور او عبدالحمید) د جمعیت ګوند پخواني قوماندانان وو چې ګل نور اوس د پنجشېر د ملي امنیت برحال کارکوونکی هم و.

هغه زیاته کړه، په پاتې دوو کسانو کې یو د ګل نور وراره او بل یې موټر چلوونکی وو.

نوموړي هم د یادې پېښې لامل د جمعیت ګوند له دوو پخوانیو قوماندانانو سره شخصي دښمني ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د زمري په دویمه د پنجشېر په ابشار ولسوالۍ کې وسله والو کسانو دوه کسان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.