ميمنه(پژواک،٣ زمرى٩٧): د فارياب چارواکي وايي چې د دغه ولايت په مرکز ميمنې ښار کې د چاودنې له امله اته تنه ټپيان شوي دي.
د فارياب پوليس دغه چاودنه تاييدوي او وايي چې چاودنه نن سهار د ميمنې ښار د سنايي څلورلارې ته څېرمه په يوه هټۍ کې رامنځته شوې ده .
د فارياب د عامې روغتيا رييس ډاکټر نعيم مصمم وويل چې له دغې چاودنې اته ټپيان ددوى بېړنۍ څانګې ته راوړل شوي چې د يوه ماشوم په ګډون د دوو تنو روغتيايي حالت نازک دى.
د کمپيوټري خدمتونو هټۍ (چې چاودنه په کې شوې) خاوند حاجي محمد نعيم چې خپله هم ټپي شوى وويل:((يوه ښځه د زېږېدنې جشن د کارت د چاپ په پلمه راغله او د کارت جوړېدو سپارښتنه يې راته وکړه او ويې ويل چې زما کڅوړې ته دې پام وي چې څو دانې ګيلاسونه په کې موجود دي. ترڅو چې کارت جوړوې راځم، کله چې هغه لاړه چاودنه رامنځته شوه .))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن