کابل (پژواک، ٣ زمری ۹۷): د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې همدا اوس ۵۳ سلنه هغه مېرمنې چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو لوړ دي، له فزیکي تاوتریخوالي سره مخ دي.
د عامې روغتیا د پلان او پالیسۍ مرستیال احمد جان نعیمي دغه خبره په هغې ناسته کې وکړه چې له مېرمنو سره تاوتریخووالي او د دوی پر روان او روغتیا يې بدو اغېزو ته د ځواب ويلو لپاره جوړه شوې وه.
نعیم د دې په روښانولو چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی نه یوازې یوه سرغړونه ده؛ بلکې یوه روغتیايي ستونزه هم ده زیاته کړه: ((د جنسیت له مخې تاوتریخوالی د یو ډول ستونزو لکه رواني، فزیکي روغتیا، جنسي لامل ګرځي.))
د عامې روغتیا د مرستیال د معلوماتو له مخې، د دغه وزارت د جنسيت له اړخه د تاوتریخوالي پېښو ته د رسېدو کمېټې له رامنځته کېدو تر اوسه د رواني، فزیکي، جنسي تېري، جنسي ځورونې، اجباري ودونو په برخو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۲۹۵۷ پېښې په خپل معلوماتي بانګ کې ثبت کړې دي.
نوموړي زیاته کړه، ۶۱ مرمنې نه غواړي دغو ستونزو ته د حل لاره پيدا کړي او ۵۶ سلنه نورې له رواني او جسمي ځورونې سره مخ دي چې زیاتره دغه پېښې پرې د خاوندانو له لوري تحمیلېږي.
سرچینې د شمېر له ښودلو پرته وویل، زیاتره ښځې د زېږون پر وخت له تاوتریخوالي سره مخ دي چې ډېری یې خبر نه ورکوي.
د ښځو چارو وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون او تطبیقي پلان د ملي ستراتېژۍ او ځورونې د مخنیوي له قانون سره سره یاد وزارت نه شي کولای په یوازې توګه له دې بدې پديدې سره مبارزه وکړي او له ټولو اړوندو ارګانونو یې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.
نوموړې زیاته کړه، لکه څرنګه چې لازمه ده په افغانستان کې دغه پېښې نه څېړل کېږي او د نه څېړنې لامل یې د کافي بودیجې نه شتون دی.
هغې زیاته کړه، د هر کار لپاره بودیجې ته اړتیا ده؛ خو ډېر کم وزارتونه دي چې په دې برخه کې یې بودیجه ځانګړې کړې ده.
نوموړې په افغانستان کې د ښځو د حق غوښتنې پر طریقه نیوکه وکړه او ویې ویل، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کمولو لپاره باید دوی د خپلو حقونو په اړه پوه شي او په دې برخه کې رسنۍ هم کولای شي د کورنیو لپاره د پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي.
بلخوا د ملګرو ملتونو د صندوق استازي Bannet Ndyanabangiوویل، سره له دې چې له مېرمنو سره د جنسیتي تاوتریخوالي له امله د دوی امنیت، اراده، او حیثیت ته تاوان رسېږي خو دوی چوپې پاتې کېږي چې دغه چوپوالی د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو ته لاره برابروي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن