ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هېواد کې ۵۳ سلنه مېرمنې له فزيکي تاوتریخوالي سره مخ دي

په هېواد کې ۵۳ سلنه مېرمنې له فزيکي تاوتریخوالي سره مخ دي

author avatar
25 Jul 2018 - 17:56
په هېواد کې ۵۳ سلنه مېرمنې له فزيکي تاوتریخوالي سره مخ دي
author avatar
25 Jul 2018 - 17:56

کابل (پژواک، ٣ زمری ۹۷): د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې همدا اوس ۵۳ سلنه هغه مېرمنې چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو لوړ دي، له فزیکي تاوتریخوالي سره مخ دي.

د عامې روغتیا د پلان او پالیسۍ مرستیال احمد جان نعیمي دغه خبره په هغې ناسته کې وکړه چې له مېرمنو سره تاوتریخووالي او د دوی پر روان او روغتیا يې بدو اغېزو ته د ځواب ويلو لپاره جوړه شوې وه.

نعیم د دې په روښانولو چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی نه یوازې یوه سرغړونه ده؛ بلکې یوه روغتیايي ستونزه هم ده زیاته کړه: ((د جنسیت له مخې تاوتریخوالی د یو ډول ستونزو لکه رواني، فزیکي روغتیا، جنسي لامل ګرځي.))

د عامې روغتیا د مرستیال د معلوماتو له مخې، د دغه وزارت د جنسيت له اړخه د تاوتریخوالي پېښو ته د رسېدو کمېټې له رامنځته کېدو تر اوسه د رواني، فزیکي، جنسي تېري، جنسي ځورونې، اجباري ودونو په برخو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۲۹۵۷ پېښې په خپل معلوماتي بانګ کې ثبت کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، ۶۱ مرمنې نه غواړي دغو ستونزو ته د حل لاره پيدا کړي او ۵۶ سلنه نورې له رواني او جسمي ځورونې سره مخ دي چې زیاتره دغه پېښې پرې د خاوندانو له لوري تحمیلېږي.

سرچینې د شمېر له ښودلو پرته وویل، زیاتره ښځې د زېږون پر وخت له تاوتریخوالي سره مخ دي چې ډېری یې خبر نه ورکوي.

د ښځو چارو وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون او تطبیقي پلان د ملي ستراتېژۍ او ځورونې د مخنیوي له قانون سره سره یاد وزارت نه شي کولای په یوازې توګه له دې بدې پديدې سره مبارزه وکړي  او له ټولو اړوندو ارګانونو یې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.

نوموړې زیاته کړه، لکه څرنګه چې لازمه ده په افغانستان کې دغه پېښې نه څېړل کېږي او د نه څېړنې لامل یې د کافي بودیجې نه شتون دی.

هغې زیاته کړه،  د هر کار لپاره بودیجې ته اړتیا ده؛ خو ډېر کم وزارتونه دي چې په دې برخه کې یې بودیجه ځانګړې کړې ده.

نوموړې په افغانستان کې د ښځو د حق غوښتنې پر طریقه نیوکه وکړه او ویې ویل، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کمولو لپاره باید دوی د خپلو حقونو په اړه پوه شي او په دې برخه کې رسنۍ هم کولای شي د کورنیو لپاره د پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د صندوق استازي  Bannet Ndyanabangiوویل، سره له دې چې له مېرمنو سره د جنسیتي تاوتریخوالي له امله د دوی امنیت، اراده، او حیثیت ته تاوان رسېږي خو دوی چوپې پاتې کېږي چې دغه چوپوالی د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو ته لاره برابروي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.