هرات (پژواک، ٣ زمری ٩٧): د هرات سیمه ييز چارواکي وايي، نړیوال بانګ د دغه ولایت د برېښنا شبکې د پراختیا لپاره ۶۰ ميلیونه امریکايي ډالر مرسته کوي.
د نړیوال بانګ پلاوي هرات ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له والي سره ژمنه وکړه چې د دغه بانک مرسته به په راتلونکو پنځو کلونو کې د هرات د برېښنا شبکې پر بېلا بېلو برخو ولګوي.
دغه پلاوي د هرات له والي محمد اصف رحيمي سره په ناسته کې وویل، د یادو ۶۰ ميلیون ډالرو یوه برخه به د هرات په ختيځو ولسوالیو کې د سلما بند د برېښنا د وېش لپاره د څلورو سب سټېشنونو پر جوړولو او د هرات ښار لوېدیځ ته پل هاشمي سیمه کې د ایراني برېښنا له سیستم سره د ترکمنستان د برېښنا شبکې تړلو او پیاوړتیا لپاره مصرف شي.
د نړیوال بانګ دغه پلاوي وویل، له یادې مرستې به ۱۴ ميلیونه ډالر پر هوشمند مېټرونو د پخوانیو هغو بدلولو په برخه کې مصرفېږي او د دغه سیستم له لارې به د هرات اوسېدونکي وکولای شي چې له مېتر لوستلو پرته د برېښنا مصارف ورکړي.
د هرات والي له نړیوال بانګه په مننې وویل، له دغو بدلونونو سره یو ځای به د نړیوال بانګ له دې مرستې د هرات د اوسنۍ برېښنا د ولتاژ د افت د منخنیوي لپاره د برېښنا یو خازن د هرات ښار «د کب میاشتې په ۲۴مه» پر سب سټېشن نصب شي.
نوموړي له نړیوال بانک څخه د یادې پروژې د چټک پلې کېدو غوښتنه هم وکړه.
په همدې حال کې د هرات اوسېدونکو د نړیوال بانګ له مرستو هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د هرات د برېښنا شرکت ستونزې به د تل لپاره حل شي او یادې مرستې به شخصي جېبونو ته ولاړې نه شي.
د هرات اوسېدونکي غلام سرور پژواک خبري اژانس ته وویل: ((موږ د نړیوال بانګ له دې مرستو خوشال یو، خو نه پوهېږو چې پر ځای به مصرف شي کنه، سیمه ییز مسوولین باید د دې مرستو لګښت ته دقیقه پاملرنه وکړي څو حیف میل نه شي.))
د هرات بل اوسېدونکي عزیزاحمد هم پژواک خبري اژانس ته وویل: ((موږ هیله من یو چې د نړیوال بانګ د یادو مرستو له لارې به زموږ د برېښنا ستونزې په اساسي ډول له منځه ولاړې شي.))
د نړیوال بانګ دغه مرستې په داسې حال کې د هرات د برېښنا شبکې د تقویې لپاره اعلان شوې چې له څو اونیو راهیسې په هرات کې د ایراني وارداتي برېښنا د مزي په پرې کولو د هرات یو شمېر اوسېدونکي زیانمن شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن