ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د نوي اعلان شوي سياسي ايتلاف مشروط هرکلى وکړ

حکومت د نوي اعلان شوي سياسي ايتلاف مشروط هرکلى وکړ

author avatar
26 Jul 2018 - 16:37
حکومت د نوي اعلان شوي سياسي ايتلاف مشروط هرکلى وکړ
author avatar
26 Jul 2018 - 16:37

کابل (پژواک، ٤ زمرى ٩٧): د افغانستان د ملي يووالي حکومت د نوي اعلان شوي سياسي ایتلاف مشروط هرکلى کړى دى.

 د يو شمېر سياسي ګوندونو، سياسي شخصيتونو، ملي شورا او قومي مشرانو له خوا د ((ايتلاف بزرگ نجات افغانستان) تر نامه لاندې نوی سياسي ايتلاف نن اعلان شو.

له ارګه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي یووالي حکومت د سیاسي ګوندونو، ايتلافونو او د مدني ټولنې د فعالانو د برنامو، وړاندیزونو او طرحو چې د هېواد د نافذه قوانینو او زموږ د خلکو له هیلو سره په مطابقت کې وي، هرکلی کوي.

سرچينې زياته کړې، په تېرو نږدې څلورو کلونو کې حکومت په بېلابېلو ملي او بین المللي موضوعاتو کې له سیاسي ګوندونو، جهادي او سیاسي شخصیتونو سره سلا مشورې کړې دي او د هېواد ولسمشر به په نږدې راتلونکي کې له هغوی سره د ملي مسايلو په هکله ناسته ولري.

ارګ وايي، د دغو سلا مشورو پر مهال تل پر دې ټینګار شوی چې برنامه محوره ايتلافونه او سیاسي جریانونه د ملي برنامو د تحقق په لاره کې ګټور تمامېدلی شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، حکومت په روانو شرایطو کې چې سوله او ټاکنې ورته د دوو ملي لومړیتوبونو په توګه قرار لري، د حکومت او د فعالو سیاسي جریانونو تر منځ د ګډ بحث موضوع ته درناوی کوي او پر دې باور دی چې د سیاسي ګوندونو او شخصیتونو ګټورې طرحې او رغنده لیدلوري خلکو او حکومت سره په دې برخو کې مرسته وکړي.

سچينه وايي: ((موږ د سیاسي پراختیا په ډګر کې حوصلې، پراخ نظر او په هوار میدان کې مثبت رقابت ته اړتیا لرو او د افغانستان خلک به د ټاکنو په موضوع کې د ټولو په اړه قضاوت وکړي او له دغه قضاوت څخه به ټول زده کړه وکړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.