ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي امنیت سرتېرو په کابل کې خبریالان وهلي او کامرې یې ور ماتې کړې دي

د ملي امنیت سرتېرو په کابل کې خبریالان وهلي او کامرې یې ور ماتې کړې دي

author avatar
26 Jul 2018 - 12:28
د ملي امنیت سرتېرو په کابل کې خبریالان وهلي او کامرې یې ور ماتې کړې دي
author avatar
26 Jul 2018 - 12:28

کابل (پژواک، ٤ زمرى ٩٧): د کابل په کمپنۍ سيمه کې نن سهار له ځانمرګي بريد وروسته د ملي امنيت د ٠١ قطعې منسوبينو خبريالان وهلي او کامرې يې ور ماتې کړې دي.

نن سهار د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند د کمپنۍ سيمې د سردار داوود خان ښارګوټي پر سړک د موټربم په وسيله د ملي امنيت پر کاروان ځانمرګى بريد وشو.

د کابل د امنيې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې څلور سرتېري او يو ملکي وګړى وژل شوي، پنځه سرتېري او يو ملکي وګړی ټپيان شوي دي.

کله چې خبریالان د دې پېښې د پوښښ لپاره د پېښې ساحې ته ورغلي، د ملي امنيت د يادې قطعې د سرتېرو له سخت غبرګون سره مخ شوي او له تاوتريخوالي یې کار اخیستی دی.

د پژواک عکاس زين الله محبوبي وايي چې تر پېښې يو ساعت وروسته د کمپنۍ سيمې ته ورسېد او د پېښې په ٢٠٠ مترۍ کې د ملي امنيت ځواکونو ودرول او د مخکې تګ اجازه ورنه کړل شوه.

هغه زياته کړه چې دوى يوې خوا ته ډډې ته ودرېدل خو په دې وخت کې د ملي امنيت يوه سرتېري ترې کامره واخیسته او پر ځمکه یې وویشته.

محبوبي وايي: ((د ملي امنيت دغه سرتېري راته وويل چې تاسو نه پوهېږئ، زموږ اړوند پېښې څوک نه شي خپرولى.))

د نوموړي په وينا، تر دې مخکې د ملي امنيت دغه سرتېري د کابل نيوز ټلوېزيون د کامره مين غټه کمره هم پر ځمکه وويشته او ماته يې کړه.

د پژواک عکاس وايي چې د ملي امنيت د سرتېرو له خوا پر دوى ګوزارونه هم وشول او کنځلې يې هم ورته کړې دي.

د هغه په وينا، د ټوپک شپېلۍ يې هم ورته واړولې او د مرګ ګواښونه يې ورته وکړل.

د پژواک خبري اژانس رييس دانش کړوخېل د ملي امنيت سرتېرو له خوا له خبريالانو سره دا ډول چلند په کلکه غندي.

نوموړى وايي چې په تېرو ١٧ کلونو کې دولتي کارکوونکو او سرتېرو له خبريالانو سره چلند زده نه کړ، خو چې په غونډو کې د بيان د ازادۍ موضوع راشي، بيا دولتي چارواکي غټې غټې ادعا کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.