ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځینو شرکتونو مسوولینو د اعتراض په ډول کفنونه واغوستل

د ځینو شرکتونو مسوولینو د اعتراض په ډول کفنونه واغوستل

author avatar
26 Jul 2018 - 16:49
د ځینو شرکتونو مسوولینو د اعتراض په ډول کفنونه واغوستل
author avatar
26 Jul 2018 - 16:49

کابل (پژواک، ۴ زمری ۹۷): د ځینو شرکتونو مسوولینو د اعتراض په ډول کفنونه واغوستل او ویې ویل که د کورنیو چارو وزارت یې تر درېیو ورځو د اووه ملیارده افغانيو پور په اړه پرېکړه و نه کړي، ځان به وسوځوي.

د افغانستان  ودانیزو شرکتونو د ټولنې لسګونو مسوولینو او کارکوونکو په داسې حال کې چې ۲۰ تنو یې د اعتراض په ډول کفنونه اغوستي وو، نن یې د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو ریاست پر وړاندې اعتراض وکړ.

د دې ټولنې مشر او د اعتراض یوه ګډونوال محمد داوود توتاخیل وویل چې شاوخوا ۲۰۰ ودانیزو شرکتونو له ۱۳۹۳ کال څخه تر ۱۳۹۵ کال پورې د کورنیو چارو وزارت ټولټال ۳۱۵ ودانیزې پروژې عملي کړې دي، خو یاد وزارت دغو شرکتونو ته د پروژو د تطبیق له بابته اووه میلیارده افغانۍ نه دي ورکړې.

نوموړی وايي: ((څلور ورځې کېږي چې د اعتراض په ډول مو د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو ریاست دروازه تړلې ده، خو په دې موده کې هېچ دولتي چارواکی زموږ ليدنې ته را نه غی چې ولې مو دلته خېمه درولې او غوښتنه مو څه ده.))

نوموړي زیاته کړه چې د کورنیو چارو وزارت نه پاملرنه سبب شوه څو شرکتونه عدالت ته د لاسرسي او خپل حقونو ترلاسه کولو لپاره په دې چاره لاس پورې کړي.

هغه هم چې کفن يې پر تن کړی و، وویل: ((موږ نن د اعتراض په ډول کفن پر تن کړ څو له خپلو حقونو دفاع وکړو او له ولسمشره غواړو چې د عدالت خوندیتوب لپاره زموږ پیسې له کورنیو چارو وزارت څخه واخلي.))

محمد نبي د ((مشارکت)) شرکت رییس چې هغه هم د اعتراض په ډول کفن اغوستی و، وایي چې د کورنیو چارو وزارت پروژې یې تطبیق کړې دي او دغه وزارت یې د پروژو عملي کولو له اړخه ۸۸ میلیونه افغانۍ پوروړی دی.

هغه وویل چې له څلورو کلونو راهیسې کورنیو چارو وزارت ته مراجعه کوي، خو څوک یې پر غوښتنه غوږ نه ګروي.

هغه وویل: ((نن مو کفن پر تن کړی څو ولسمشر ته وښیو چې تر لاس لاندې خلک یې دومره ظالمان دي چې د خپل حق ترلاسه کولو لپاره موږ ځان وژنې ته اړ باسي.))

نوموړي زیاته کړه: ((له سمنټ پلورونکي، سیخ ګول، رنګ مال او معمار څخه پوروړي يو او یوه میاشت کېږي چې د هغوی له وېرې کور ته تللی نه شم.))

اعتراض کوونکو د پرېکړه لیک په خپرولو سره حکومت په ځانګړې توګه کورنیو چارو وزارت ته ګواښ وکړ که تر راتلونکې یکشنبې یې غوښتنې ته پاملرنه ونه شي او د پیسو ورکولو لپاره یې عملي او کوټلي ګامونه وا نه خیستل شي، د دارالامان عمومي سړک به بند او یو ځای به ځان وسوځوي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب الله دانش وویل چې وزارت د شرکتونو ادعا ته د لاسرسي لپاره کمېسیون توظیف کړی او څېړنې روانې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.