کابل (پژواک، ٤ زمرى ٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د قلعه نو سب سټشین پرانیسته د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د همکارۍ یوه بېلګه ده.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ بادغيس ته لاړ او هلته يې د قلعه نو د برېښنا سب سټیشن پرانيست.
سرچينه کاږي، ولسمشر محمد اشرف غني بادغیس ولایت ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ د ترکمنستان د انرژۍ وزیر پورچیکوف چاري مراد سره چې د قلعه نو سب سټشین پرانیستې کې یې ګډون کړی و، وکتل.
سرچينه زياتوي چې اشرف غني د ترکمنستان د انرژۍ وزیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان او ترکمنستان اړیکې فوق العاده وبللې او د دغو اړیکو په ایجاد او پراختیا کې یې د دغه هېواد د جمهور رئیس نقش مهم وباله.
ده وویل، د قلعه نو سب سټشین پرانیسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ یوه بېلګه ده او افغانستان له منځنۍ اسیا څخه د جنوبي اسیا هېوادونو ته د انرژۍ د انتقال ظرفیت لري.
هغه زیاته کړه، د مالیې وزارت سرپرست ډاکټر همایون قیومي، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست محمدګل خُلمي، د افغانستان د برېښنا شرکت رئیس امان الله غالب او د مشترک المنافعو هېوادونو په چارو کې د جمهور رئیس نماینده شاکر کارګر صلاحیت لري چې د انرژۍ د انتقال او اړوندو مسائلو په خاطر د ترکمنستان اړخ سره خبرې وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن