ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تګاب کې ١٤ وسله وال وژل شوي

په تګاب کې ١٤ وسله وال وژل شوي

author avatar
26 Jul 2018 - 20:25
په تګاب کې ١٤ وسله وال وژل شوي
author avatar
26 Jul 2018 - 20:25

محمودراقي (پژواک ٤ زمرى ٩٧): د کاپيسا امنيتي مسوولين وايي، په تګاب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ٣٥ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د تګاب امنيه قومندان محمد نعيم ساپي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د تګاب په مرکز او جنوبي سيمو کې د امنيتي ځواکونو له خوا چاڼيز عمليات پيل شوي چې ١٤ وسله وال په کې وژل شوي او ٢١ نور ټپيان دي.

ده زياته کړه، په دې عملياتو کې د ملي اردو او سيمه ييزو پوليسو لسو سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه په وينا، د دې عملياتو په پايله کې څو سيمې له وسله والو پاکې شوي او اوسمهال هم د تګاب په احمدزيو، انارجوي، سينزيي او بدارب سيمو کې ځمکني عمليات او هوايي بريدونه روان دي.

د بدراب سيمې يوه اوسېدونکي زبير احمد پژواک ته وويل چې جګړه له نن سهار راهيسې پيل شوې او اوس مهال هم پر ځينو سيمو بمباري روانه ده.

دى زياتوي، د اخندزاده ګانو په کلي کې پر يوه کور الوتکې بمبار کړى چې وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې، دغه راز د احمدزيو په سيمه کې سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې شمېر يې معلوم نه دى.

د تګاب يوه سپين شيراغا پژواک ته وويل: «د جګړې له امله له څو ورځو راهیسې خلکو ته ستونزې پیدا شوې، له کورونو وتلی نه شي، د انارو باغونو ته یې زیان اوښتی دی، د جګړې له امله خلک خپل باغونه هم اوبه کولای نه شي.»

وسله والو مخالفينو بيا د پورتنې مرګ ژوبله په اړه څه نه دي ويلي.

دوه ورځې وړاندې د بدراب په سيمه کې د کومانډو ځواکونو په عملياتو کې هم د وسله والو والي او ولسوال دواړه وژل شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.