ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د ملي امنیت پر ځواکونو ځانمرګي برید نهو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل کې د ملي امنیت پر ځواکونو ځانمرګي برید نهو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
26 Jul 2018 - 08:38
کابل کې د ملي امنیت پر ځواکونو ځانمرګي برید نهو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
26 Jul 2018 - 08:38

کابل (پژواک، ۴ زمری ۹۷): د کابل ښار د کمپنۍ په سيمه کې د ملي امنيت پر کاروان د موټر په وسيله شوي ځانمرګي بريد کې نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل امنيه قوماندان داوود امین د زمري په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه برید نن سهار شاوخوا پنځه بجې د پنځمې حوزې اړوند د باغ داوود په سیمه کې وشو.

هغه زیاته کړه چې ځانمرګي بریدګر د ملي امنیت د ۰۱ قطعې پر کاروان برید کړی، خو نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل.

د کابل د پوليسو د ١٠١ اسمايي قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي پژواک اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې څلور کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

خو نوموړي دا ونه ويل چې وژل شوي او ټپيان څوک دي.

د عبدالقدير په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې تر پېښې وروسته د ځواکونو په ډزو کې يو ملکي وګړى وژل شوى دى.

بلخوا د سیمې اوسېدونکي وایي چې چاودنه ډېره قوي وه او د نږدې کورونو ښیښې يې هم ماتې کړې دي.

د محمد بشیر په نوم د سیمې یوه اوسېدونکي پژواک ته وویل چې تر چاودنې وروسته سختې ډزې هم وشوې او تر یوه ساعت پورې په هوا کې الوتکې ګرځېدې.

د پژواک عکاس زین الله چې ساحې ته رسېدلی، وایي چې د باغ داوود لاره امنیتي خواکونو تړلې ده او د پېښې ساحې ته څوک نږدې نه پرېږدي.

هغه زياته کړه چې د ملي امنيت ځواکونو د پېښې له ځايه ٢٠٠ متره لرې له خبريالانو سره ناوړه چلند وکړ او د پژواک او کابل نیوز ټلوېزيون کامرې يې ماتې کړې.

د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکتر وحيد مجروح وايي چې له يادې پېښې درې ټپيان روغتون ته وړل شوي، خو هويت يې په ډاګه نه کړ.

وسله والو طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې دوی د ملي امنیت پر ۰۱ قطعې باندې موټربم برید کړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.