ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې یوه پاکستانۍ قابله ونیول شوه

کندوز کې یوه پاکستانۍ قابله ونیول شوه

author avatar
26 Jul 2018 - 14:31
کندوز کې یوه پاکستانۍ قابله ونیول شوه
author avatar
26 Jul 2018 - 14:31

کندوز ښار (پژواک، ۴ زمری ۹۷): یوه پاکستانۍ قابله چې په کندوز ولایت کې یې د سقط جنين غير قانوني عملیات ترسره کول، د پولیسو له لوري نیول شوې ده.

د کندوز امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې عمومي مدير سمونوال ويس الدين تلاش نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې یوه پاکستانۍ قابلې له څه مودې راهیسې  د دغه ولایت په شخصي کلینیکونو کې فعالیت کاوه او د سقط جنین غیر قانوني عملیات یې ترسره کول، تېره ورځ د پولیسو له لوري نیول شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې دا قابله د خلکو په همکارۍ او له پرله پسې شکایتونو وروسته سمدلاسه د جرمي ثبوت له اسنادو او شواهدو سره نیول شوې ده.

هغه وايي: ((دمګړۍ موضوع د څېړلو په حال کې ده او د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته به دا مېرمن عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

دا مېرمن چې خالده نومېږي وايي چې نوموړې په روغتیايي برخه کې یواځې ټلوېزیوني معاینات کول  او د سقط جنین عملیات د کلینیک د نورو ډاکترانو په مشوره د یو بل ډاکتر په واسطه ترسره کېدل.

د هغې په وینا، د پاکستان د اسلام اباد اصلي اوسېدونکې ده چې له څه مودې راهیسې یې د کندوز ولایت په شخصي کلینیکونو کې دنده ترسره کوله.

نوموړې زیاته کړه: ((په دې روغتون کې مو چې وروستی د سقط جنین عملیات ترسره کړل، د ۳۵ زره افغانیو په بدل کې وو.))

د یادونې ده، پر کندوز سربېره په کابل او نورو ولایتونو کې هم غیر قانوني سقط جنین عملیات ترسره کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.