ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په غزني ښار کې د وسله والو طالبانو د بريد مخه ونيول شوه”

“په غزني ښار کې د وسله والو طالبانو د بريد مخه ونيول شوه”

author avatar
27 Jul 2018 - 12:04
“په غزني ښار کې د وسله والو طالبانو د بريد مخه ونيول شوه”
author avatar
27 Jul 2018 - 12:04

غزني (پژواک، ٥ زمرى ٩٧): د غزني امنيتي مسوولين وايي، تېره شپه يې په غزني ښار کې د وسله والو طالبانو د بريد مخه نيولې او د هغوى درې تنه يې وژلي دي.

امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه کابو ۱۲ بجې څو وسله والو طالبانو غوښتل چې غزني ښار ته ننوځي او د ښار په منځ کې برید وکړي، خو امنیتي ځواکونو چې مخکې له مخکې يې په اړه کشفي راپور درلود، د دغه برید مخه نیولې ده.

ده زياته کړه، د وسله والو طالبانو شمېر ۸ تنه وو چې غوښتل يې د غزني ښار ته داخل شي او پر امنیتي سیمو باندې بریدونه وکړي، خو د دوى د کشفي راپورونو په بنسټ امنیتي ځواکونه پرې خبر شول او د غزني ښار د ګنج په سیمه کې ورسره په نښته کې ښکېل شول.

د هغه په وينا، په دې نښته کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او نور يې له سیمې تښتېدلي دي.

مشعل وايي: "دې وسله والو د غزني ښار په زیاتو بریدونو او ترورونو کې لاس درلود او زیات شمېر بې ګناه کسان يې وژلي وو."

دى زياتوي، په دغه برید کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

امنيه قوماندان وويل، ټول هغه کسان به ونیسي او یا به هم په نښتو کې له منځه لاړ شي چې د غزني امنیت خرابوي او یا هم د عامو خلکو د ورځني ژوند د ستونزو لامل کېږي.

وسله والو طالبانو بيا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.