ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بُست زون دغازي امان الله خان یو ورخنیو کرکټ سیالیو اتلولي وګټله

بُست زون دغازي امان الله خان یو ورخنیو کرکټ سیالیو اتلولي وګټله

author avatar
27 Jul 2018 - 19:02
بُست زون دغازي امان الله خان یو ورخنیو کرکټ سیالیو اتلولي وګټله
author avatar
27 Jul 2018 - 19:02

کابل (پژواک، ۵ زمری ۹۷): دغازي امان الله خان یو ورځنیوکرکټ سیالیوپای لوبه کې  دبُست زون  سپین غر زون ته په ماتې ورکولو سره ددې سیالیو اتلولي خپله کړه.

د هیواد مرکز او پنځو زونونو په ګډون دا یو ورځنۍ سیالۍ څه موده مخکې پیل شوې وې اونن په کابل کې د بُست په اتلولۍ پای ته ورسیدلې.

د پای لوبه پچه د سپین غر لوبډلې وګټله اولومړه یې د توپوهنې پریکړه وکړه، دسپین غر زون لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۳۱۹ منډې جوړې کړې اوسیالې ډلې ته یې د ۲۲۰ منډو هدف ورکړ.

د سپین غر له لوري عظمت الله ۶۶، فرید ملک ۴۱، سمیع الله شینواری ۳۶، شهزاد محمدي ۳۵ او طارق ستانکزي ۳۲ منډې جوړې کړې.

د بُست لوبډلې یاد هدف په ۴۹ اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدلو ترلاسه ، لوبه یې وګټله اوددې سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

ددوی له لوري منیراحمد په زړه پورې لوبه وکړه او ۱۰۲ ناسوځیدلې منډې یې جوړې کړې، دغه راز نجیب ځدراڼ ۷۳، کریم صادق ۵۹ او رحیم منګل ۳۵ منډې جوړې کړې.

منیراحمد دپای لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.