ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې باران يو شمېر خلکو ته مالي زيانونه اړولي

په خوست کې باران يو شمېر خلکو ته مالي زيانونه اړولي

author avatar
27 Jul 2018 - 13:54
په خوست کې باران يو شمېر خلکو ته مالي زيانونه اړولي
author avatar
27 Jul 2018 - 13:54

خوست ښار (پژواک، ۵ زمری ۱۳۹۷): په خوست کې تېره ورځ سخت باران چې تېز باد هم ورسره   و، يو شمېر خلکو ته مالي زيانونه اړولي دي.

دغه باران تېره ورځ مازيګرمهال د خوست ښار او شاوخوا نږدې سيمو کې وشو، چې د خوست د والي وياند طالب منګل په وينا، د ۱۰ کورونو ځينې برخې يې نړولي او يو کور يې په بشپړ ډول نړولی دی.

طالب منګل نن د زمري په ۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد باران او باد له امله چا ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر نه دی ورکړل شوی.

د نوموړي په وينا، د ولايت مقام په لارښوونه د زيانمنو خلکو سيمو ته له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست ډلې تللې دي، څو د اړتيا په صورت کې له زيانمنو کورنيو سره په خپل وخت مرسته وکړي.

د خوست ښار اوسېدونکی محمد نذير وايي، له دې امله چې له باران سره طوفان هم مل و، د دوی په ګډون د يو شمېر نورو خلکو د سولر ګڼ شمېر تختې يې هم ماتې کړې دي.

په اقليمي لحاظ خوست د اوړي او مني په موسمونو کې د سختو بارانونو له امله د ډېرو سېلابونو شاهد وي، خو د پروني باران په پايله کې د سېلابونو له امله د زيان اړولو په اړه کوم خبر نه دی ورکړل شوی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.