ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد د قابله ګۍ پر مرکز بريد کې ٣ تنه وژل شوي او ٨ ټپيان دي

د جلال اباد د قابله ګۍ پر مرکز بريد کې ٣ تنه وژل شوي او ٨ ټپيان دي

author avatar
28 Jul 2018 - 12:18
د جلال اباد د قابله ګۍ پر مرکز بريد کې ٣ تنه وژل شوي او ٨ ټپيان دي
author avatar
28 Jul 2018 - 12:18

دوهم تعقيب - جلال اباد (پژواک، ٦ زمرى ٩٧): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د قابله ګۍ پر روزنيز مرکز ډله ييز بريد تر شپږو ساعتونو وروسته پاى ته ورسېد، په دې بريد کې درې تنه ملکيان وژل شوي او ٨ نور کسان ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د زمري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد د جلال اباد ښار د درېيمې ناحيې په مربوطاتو کې، نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس نيمې بجې شوى و.

هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو لومړى د مرکز مخې ته چاودنه وکړه، چې له امله يې څلور نارينه ملکي وګړي ټپيان شول.

د ده په وينا، د بريد پر مهال د نجونو او اداري کارکوونکو په ګډون په مرکز کې ٦٩ کسان وو، چې ٥٩ تنه يې هم هم مهاله وژغورل شول.

دى وايي، له بريد سره سم امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او په ډېر تکتيک سره يې عمليات پيل کړي، څو په مرکز کې ايسار پاتې شوي لس کسان په خوندي توګه وژغورل شي.

خوږياڼى زياتوي، د دې پېښې پر مهال د ۶۱ مېرمنو په ګډون ۶۹ تنه د قابلګانو د روزنې په مرکز کې وو، چې د امنیتي ځواکونو د ځانګړو مهارتي عملیاتو او د قابله ګانو د روزنې ادارې د نیول شويو تدابیرو په ترڅ کې ۶۱ میرمنې او دوه ماشومان په خوندي ډول وژغورل شول.

د والي وياند وويل چې تر شپږوساعتونو وروسته دوه تنه بريدګر ووژل شول، دغه راز د مرکز دوه ساتونکي او يو موټر چلوونکى هم وژل شوي، درې سرتېري، درې ملکيان او دوه د مرکز کارکوونکي ټپيان شوي.

د سرخرود ولسوالۍ اوسېدونکی نبي الله چې خور يې په ياد مرکز کې زده کړې کولې او د پېښې ځای ته د خپلې خور د معلوماتو په خاطر راغلی و، پژواک ته وويل، چې څو ساعته يې انتظار وکړ، چې نه د خور له احواله خبر و او نه هم ورته امنيتي ځواکونو معلومات ورکول.

هغه وايي، د جګړې په پای کې ورته احوال راغی چې خور يې د دفتر په سيف روم کې وه او خوندي ده.

د پېښې يو عيني شاهد فقير محمد چې همالته يې کور دی، وايي، لومړی چاودنه وشوه او وروسته د امنيتي ځواکونو په راتګ سره جګړه پيل شوه.

هغه زياتوي، د ورځې په اوږدو کې ګڼې چاودنې وشوې او ترڅنګ يې د دواړو لورو د درنو او سپکو وسلو جنګ هم روان و.

د دې بريد مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.