کابل (پژواک، ٦ زمرى ٩٧): ولسمشر اشرف غني سپارښتنه کړې چې د قیصار-لامان سړک دې د کاري پلان مطابق جوړ شي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني نن ماسپښین په هېواد کې د سړکونو د جوړولو د کاري پرمختګ، د بودجې د مصرف او دغه راز د فواید عامې وزارت د راتلونکو پلانونو په اړه د فواید عامې وزیر یما یاري راپور واورېد.
سرچينې زياته کړې، په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د فواید عامې وزیر د حلقوي سړک په ځانګړي ډول د قیصار-لامان سړک د کاري پرمختګ په اړه معلومات ورکړل، ويې ویل، د یاد سړک د جوړولو چارې سمې پر مخ روانې دي او فواید عامې وزارت یې په دوامداره توګه له کاري بهیر څارنه کوي.
هغه زیاته کړه، کله چې د پروژو قرارداد ورکول کېږي، د هغو کاري پلان هم ترتیبېږي چې د قرارداد او کاري پلان له اړخه د قیصار-لامان سړک د جوړولو چارې په منظم ډول په دوه برخو کې جریان لري او د روان کال تر پایه به یې ۳۵ کیلو متره قیر شي.
ولسمشر غني د فواید عامې وزارت له فعالیتونو څخه د مننې کولو ترڅنګ وویل، دا چې د قیصار-لامان سړک د هېواد د حلقوي سړک مهمه برخه ده، نو پر وخت جوړول یې ځانګړی اهمیت لري او باید په ټاکل شوې موده کې د بادغیس ولایت خلکو ته د یادې پروژې د پلي کېدو په اړه ډاډ ورکول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن