ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پروان او سمنګان کې یو پولیس او دوه ملکي وګړي وژل شوي

په پروان او سمنګان کې یو پولیس او دوه ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
28 Jul 2018 - 12:09
په پروان او سمنګان کې یو پولیس او دوه ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
28 Jul 2018 - 12:09

چاريکار- ايبک (پژواک، ٦ زمری ٩٧): د پروان په مرکز کې یو پولیس په خپل کور کې د یوې مېرمنې له خوا پر ډزو وژل شوی، بلخوا د سمنګان په دره صوف پایین ولسوالۍ کې د ماین چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي دي.

د پروان د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو مديریت مرستیال فرهاد هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د پولیسو د ښوونیز مرکز د تحلیل او ارزونې امر عزت الله تېره شپه ۹ بجې د پروان مرکز چاریکارو د جنګل باغ په سیمه کې یوې مېرمنې په خپل کور کې پر ډزو وژلی دی.

د نوموړي په خبره، عزت الله داسې مهال درې ښځې کور ته راوستلې وې چې په کور کې یې نور هېڅوک نه و.

نوموړي زیاته کړه: ((موضوع ناموسي وه، فساد او...عزت الله یوې مېرمنې په خپله تومانچه وژلی او بیا تښتېدلې ده، د پېښې په تړاو مو یوه مېرمن او یوه نجلۍ نیولې او یوه مېرمن مو تر څارنې لاندې ده.))

د یو بل خبر له مخې، د سمنګان د دره صوف پايين ولسوالۍ په دایکنډي کلي کې د ماین چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي دي.

د یادې ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالوهاب ظفري وویل، ماین وسله والو طالبانو د یو قومي مشر بابه نور د کادانې په دروازه کې ځای پر ځای کړی و.

د هغه په خبره، کله چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې طالبانو سیمه ونیوه، بابه نور هم له یادې سیمې کډه وکړه او اوس د دغه ولایت په مرکز ایبک کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای ژوند کوي.

نوموړي وویل، د بابه نور دوه دوستان چې شپني یې کوله، تېره ورځ مازدیګر کادانې ته تر دننه کېدو وروسته د ماین چاودنې له امله وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.