ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بهرنیو ځواکونو په کندوز کې د عامه نظم درې پوستې بمبار کړې

بهرنیو ځواکونو په کندوز کې د عامه نظم درې پوستې بمبار کړې

author avatar
28 Jul 2018 - 12:06
بهرنیو ځواکونو په کندوز کې د عامه نظم درې پوستې بمبار کړې
author avatar
28 Jul 2018 - 12:06

کندوز ښار (پژواک، ٦ زمرى ٩٧): د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو د عامه نظم درې پوستې بمبار کړې دي.

په یاده ولسوالۍ کې يوې باوري امنيتي سرچينې د زمري په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وړمه شپه افغان کومانډو ځواکونه د دشت ارچي بازار ته نږدې په يوه سيمه کې را ټول شوي وو.

هغه وايي: ((په دې وخت کې چا کوم ډز کړی، بيا کومانډو ځواکونو خارجيانو ته احوال ورکړی، هغوى راغلي او په دې سيمه کې يې د عامه نظم درې پوستې بمبار کړې دي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې پوستو کې ٤٥ سرتېري وو، خو دا چې دغو پوستو ته له مخکې د طالبانو د بريد په اړه راپور ورکړ شوی و، سرتېري له پوستو وتلي وو.

ده وويل چې په دې پېښه کې يو سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي، خو پوستې او په پوسته کې شته وسايل او ځيني تجهيزات يې له منځه تللي دي.

خو بل لور ته په شمال زون کې د کومانډو ځواکونو وياند سليم جاوېد پژواک ته وويل چې دشت ارچي کې د کومانډو ځواکونو او د عامه نظم د پوليسو تر منځ لنډه جګړه شوې ده.

هغه وايي: ((هوايي بمبار نه دى شوى، يواځې سهواً څو ډزې سره تبادله شوې دي.))

ده وويل چې په دې پېښه کې د عامه نظم يو سرتېرى وژل شوى او يو بل ټپي دى.

بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، تر دې مخکې هم په کندوز کې په ورته پېښو کې د بې پولې ډاکترانو د روغتون تر څنګ د امنيتي ځواکونو ډېرې پوستې بمبار شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.