ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هغو تحصن کوونکو چې خېمه ټوله شوې، د دارالامان سړک تړلی

هغو تحصن کوونکو چې خېمه ټوله شوې، د دارالامان سړک تړلی

author avatar
28 Jul 2018 - 16:47
هغو تحصن کوونکو چې خېمه ټوله شوې، د دارالامان سړک تړلی
author avatar
28 Jul 2018 - 16:47

کابل (پژواک،۶ زمری ۹۷): اعتراض کوونکو چې پوليسو يې د تحصن خېمه لرې کړه، د کابل دارالامان سړک تړلی او وايي چې تر هغه به خپل اعتراض ته دوام ورکوي، څو د کورنيو چارو وزارت يې اووه میليونه افغانۍ پور نه وي ورکړی.

هغوی وايي چې نږدې دوه سوه ودانیزو شرکتونو له ۱۳۹۳- ۱۳۹۵ کال پورې، د کورنیو چارو وزارت ټولټال ۳۱۵ ودانیزې پروژې عملي کړې دي، خو یاد وزارت تر اوسه د دغو شرکتونو اووه میلیارده افغانۍ نه دې ورکړې.

د یادو شرکتو ځینو مسوولینو دوه ورځې مخکې پر دارالامان سړک د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو ریاست مخې ته چې د اعتراض په ډول یې کفنونه اغوستې وو، ویل یې که په درېیو ورځو کې یې اووه میلیارده افغانیو پور په اړه پرېکړه ونه شي، ځانونه به وسوځوي.

هغوی له شپږو ورځو راهیسې په دې سیمه کې د تحصن خېمه درولې وه او د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو ریاست لار یې بنده کړې وه، خو پولیسو تېره شپه دا خېمه لرې کړه او اعتراض کوونکو د پولیسو د دغه عمل په غبرګون کې نن د کابل ښار دارالامان واټ د سهار له شپږو بجو د ترافیکو پر مخ تړلی دی.

د ودانیزو شرکتونو ټولنې مشر او د اعتراض ګډونوال محمد داوود توتاخېل نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې پولیسو یې نه یوازې خېمه لرې کړې، بلکې ځیني اعتراض کوونکي یې وهلي ټکولي هم دي.

د شمال مروارید ودانیز شرکت د استازي فایق چې د اعتراض کوونکو له ډلې دی، پر بدن یې د وهلو ټکولو نښې لیدل کېدې او کمیس یې هم شلېدلی و، وویل: ((پولیس د کلاشینکوف شپېلۍ زما په یخن کې بنده کړه او تر پایه یې څیري کړ، څو قونداغه یې په ډډه ووهلم او ویې ویل که غږ دې پورته کړې، وژنم دي.))

اعتراض کوونکي وايي څو چې د پور ورکولو او د تېرې شپې د تاوتریخوالي موضوع د عاملینو څېړلو لپاره د ولسمشرۍ له لوري پلاوی ټاکل شوی نه وي او قضیه په رڼه توګه ونه څېړي، د دارالامان سړک په تړلو به خپل اعتراض ته دوام ورکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي چې د دې موضوع څېړلو لپاره پلاوی ټاکل شوی څو معلومه کړي چې د اعتراض کوونکو خېمه پولیسو لرې کړې او یا خپله دوی دغه کار کړی دی.

نوموړي همداراز زیاته کړه چې ټاکل شوې نن د کورنیو چارو وزیر له اعتراض کوونکو سره لیدنه وکړي او له هغوی سره پر موضوع خبرې وکړي.

دانش دوه ورځې مخکې ویلي وو چې کورنیو چارو وزارت د ودانیزو شرکتونو د اووه میلیارده افغانیو د ادعا څېړلو لپاره کمېسیون ټاکلی او څېړنې روانې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ځینو شرکتونو اسناد څېړل شوي، د یو شمېر نورو د څېړلو په حال کې دي، د شرکتونو پیسې ورکول کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.