کابل (پژواک، ٦ زمرى ٩٧): د افغانستان کرکټ بورډ د لوبڅارانو پر پرېکړو د نيوکې له امله پر ملي لوبغاړي شهزاد محمدي د کرکټ د يوې يوه ورځنۍ نړيوالې لوبې بندېز ولګاوه.
شهزاد چې د سپين غر زون لوبـډلې لوبډلمشر دى، پرون يې د غازي امان الله خان يو ورځنيو کرکټ ملي سياليو په پاى لوبه کې تر ماتې وروسته د لوبڅارانو پر پرېکړو نيوکې کړې وې.
پاى لوبه د بُست لوبډله ګټلې وه.
کله چې له لوبې وروسته له شهزاد محمدي څخه د پاى لوبې په اړه پوښتنه وشوه، هغه وويل: ((که موږ څلور سوه منډې هم کړې وې، نو نه مو شواى ګټلى، ځکه چې ټولې پرېکړې د دوى پر خلاف وې.))
دغه مرکه چې د تلويزيون له خوا په ژوندۍ بڼه خپرېدله، شهزاد زياته کړه چې دوى په ميدان کې د ١١ لوبغاړو په ګډون له ١٤ کسانو سره مسابقه کوله، چې هدف يې لوبڅاران وو.
د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د زمري په ٦مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کرکټ ملي لوبغاړی شهزاد محمدي د کرکټ د قوانينو او د اصولو د ماتولو له امله په يوې نړیوالې ۵۰ اوریزې لوبه کې ګډون نه شي کولی او دغه راز به نوموړی د یوې شل اوریزې لوبې د فیس ۵۰ سلنه جریمه هم ورکوي.
سرچينې زياته کړې، شهزاد محمدي د غازي امان الله جام سیالیو کې د سپین غر او بوست لوبډلو ترمنځ د لوبې په پای کې د ژوندۍ ټلویزیوني خپرونې پر مهال، لوبڅارونکو ته یو ډول سپکاوی کړی و، شهزاد په دغو مراسمو کې د خبرو کولو پر مهال د ډګر پر لوبڅارونکو نیوکه کړې وه او هغوی يې د لوبې نه ګټلو له امله یو ډول ملامت او پړه بللي وو.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دغې پرېکړې پر بنسټ، شهزاد محمدي به د ایرلنډ پر وړاندې په لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه کې چې د روان کال د اګست په ۲۷ مه ترسره کېږي، ګډون ونه شي کړلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن