ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي ناومېش ولسوالۍ ټاکنیزې چارې په هلمند پورې تړل شوې

د دایکنډي ناومېش ولسوالۍ ټاکنیزې چارې په هلمند پورې تړل شوې

author avatar
29 Jul 2018 - 14:47
د دایکنډي ناومېش ولسوالۍ ټاکنیزې چارې په هلمند پورې تړل شوې
author avatar
29 Jul 2018 - 14:47

کابل- لښکرګاه (پژواک، ٧ زمرى ۹۷): د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې ناومېش ولسوالۍ د دايکنډي ولایت اړوند ده، خو د ټاکنو کمېسيون يې ټاکنيزې چارې له هلمند سره تړلې دي.

ناومېش ولسوالۍ چې ٤٩ کلي او ١٢٢٠٠ نفوس لري، په ١٣٩٢ لمريز کال کې په هلمند ولايت کې جوړه شوه خو د ١٣٩٥ لمريز د ولسمشر د ٩٨ حکم فرمان له مخې له دايکنډي ولایت سره يو ځاى شوه.

خو له کله راهيسې چې د ټاکنو مهالوېش اعلان شوى، د ټاکنو کمېسيون يې ټاکنيزې چارې بېرته له هلمند سره يو ځاى کړې دي.

بلخوا د هلمند يو شمېر اوسېدونکي وايي، د ناومېش ولسوالۍ يوازې ټاکنيزه برخه په دغه ولايت پورې تړل غير قانوني او ظلم دی؛ ځکه ټولې چارې يې په ۱۳۹۵ لمريز کال کې په رسمې ډول په دايکنډي پورې تړل شوې دي.

د هلمند ولایتي شورا رييس عطاءالله افغان وايي، دغه ولسوالي په ۹۳ کال کې د هلمند په تشکیل کې اظافه شوه، خو په ۹۵ کال کې په دایکنډي ولایت پورې وتړل شوه.

هغه پژواک اژانس ته وويل، اوس په حکومت کې ځينې کړۍ غواړي چې د ولسي جرګې او ولسواليوشوراګانو ټاکنې يې د هلمند له ادرسه ترسره شي.

د نوموړي په وينا، دا هېڅ امکان نه لري او نه به هم دوى اجازه ورکړي چې د دايکنډي ولسوالۍ ټاکنې دې د هلمند له ادرسه ترسره شي.

افغان له حکومته غوښتنه وکړه چې دغه ډول مشکل په مرکز کې حل کړي او دلته د ولسونو تر منځ قومي او ژبني تعصباتو ته لمن ونه وهل شي.

د دغه ولايت يوې سرچينې پژواک ته وويل، کله چې ناومېش بېرته له دايکنډي سره وتړل شوه، نو هلته ٣٠زره کسانو پر خپلو تذکرو سټېکر لګولي او ټاکنو ته يې نوم ليکنه کړې، اوس چې ټاکنې يې له هلمنده ترسره کېږي، نو د هلمند کانديدان به له همدې يوې سيمې او خلکو څخه راشي.

د هلمند د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر نظرمحمد رودي وايي، د هلمند له اوسېدونکو سره په اړوند برخه کې له وړاندې ظلم شوی، ډېره برخه يې د دولت له واکه وتلي، خلک يې په ټاکنو کې برخه نه شي اخيستلی.

هغه زياته کړه ((دا څنګه امکان لري چې ټولې چارې به يې په بل ولایت پورې اړه لري او د ټاکنو لپاره حق په هلمند کې غواړي، په داسي حال کې چې د ټاکنو په برخه کې يي هم نظارت هغه ولایت ته ورکړل شوی دی.))

رودي پژواک اژانس ته وويل، د احصايي له مخې په ناومېش کې تول نفوس ۱۷زره تنه دی، خو د دوی د معلوماتو له مخې، هلته ۳۶زره کسانو پر تذکرو سټېکرونه لګولي چې غواړي يوه ډېره برخه له هلمند څخه ولسي جرګې ته يوه قوم ته ورکړل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.