ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کندهار د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې ټکنۍ دي”

“د کندهار د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې ټکنۍ دي”

author avatar
29 Jul 2018 - 12:22
“د کندهار د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې ټکنۍ دي”
author avatar
29 Jul 2018 - 12:22

کندهار (پژواک، ٧ زمری ۹۷): د فابریکو چلوونکي د کندهار صنعتي پارک لپاره د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا له ورو چارو شکایت کوي او وايي د دې پروژې چارې هغسې نه دي روانې چې ژمنه یې شوې وه.

د دې پروژې کار له درې کلن ځنډ وروسته تېر کال (د ۲۰۱۷ زېږدیز کال د سپټمبر ۲۴مه) پيل شوی او ژمنه شوې وه چې د دوولسو میاشتو په اوږدو کې (د ۲۰۱۸ کال تر اګسټ میاشتې) به بشپړ شي.

له هماغه مهاله شاوخوا یوولس میاشتې تېرېږي خو تر اوسه د دې پروژې د احاطې د دېوال او ځمکې د هموارۍ چارې هم نه دي بشپړې شوې.

د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د دغه پلانټ د نصب چارې د ۱۹ میلیونه ډالرو په لګښت ترسره کېږي چې ۱۰ میلیونه ډالر د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې او پاتې ۹ میلیونه ډالر د اړوندې کمپنۍ (زولارستان) له خوا ورکول کېږي.

د دغه پلانټ لپاره د کندهار په دامان ولسوالۍ کې ۱۶۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

د پروژې د پيل پر مهال چارواکو ویلي وو چې له دې پروژې د ګټې اخیستنې لپاره بشپړ کال انتظار ته اړتیا نشته، بلکې هر څلور میاشتې وروسته به دوه مېګاواټه برېښنا تولید ته چمتو کېږي او په دې توګه به د دوولسو میاشتو په پوره کېدو د ۱۰ میګاواټه برېښنا د تولید چارې بشپړې شي.

د کندهار په صنعتي پارک کې د حبوباتو د پروسس د یوه فابریکې مسوول حاجي سید محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، هغه موده چې د دغې پروژې د بشپړېدو لپاره ټاکل شوې وه په پوره کېدو ده خو ایله اوس یې یوازې د احاطې د دېوال او ځمکې د هموارولو چارې بشپړې شوې.

دی وايي، یو خو له لویه سره دغه پروژه درې کاله ځنډېدلې وه خو چې کار یې پیل شو نو دا دی وینو چې ډېر ورو روان دی.

حاجي سید محمد غوښتنه کوي چې د دې پروژې ټکنۍ چارې دې ګړندۍ شي څو د صنعتني پارک د برېښنا ستونزه حل شي.

د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې مرستیال فیض الحق مشکاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنا کمښت نه یوازې د کندهار د اوسېدونکو لپاره، بلکې د فابریکو د مسوولینو لپاره لویه ننګونه ده.

نوموړی زیاتوي، له تېرو څو کلونو راهیسې د برېښنا د کمښت له امله د کندهار د صنعتي پارک یوازې ۱۵۴ فابریکې نیمه فعالې دي خو ۱۳۵ نورې یو مخ بندې دي.

د ده په خبره، لسګونه نور پانګه وال همدې لمریزې برېښنا ته په تمه دي څو هغوی نوې فابریکې جوړې او فعالې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.