ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“له ایران څخه هېواد ته بې کیفیته زعفران واريدېږي”

“له ایران څخه هېواد ته بې کیفیته زعفران واريدېږي”

author avatar
29 Jul 2018 - 18:56
“له ایران څخه هېواد ته بې کیفیته زعفران واريدېږي”
author avatar
29 Jul 2018 - 18:56

هرات(پژواک، ٧ زمری ٩٧): د کرنې وزارت وايي چې په روان کال کې د اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ له امله ميلیونونه څاروي له لوږې سره مخ دي او په ۱۶ له خطر سره مخ ولایتونو کې ۷۸ سلنه کرنیز محصولات له منځه تللي دي.


دغه خبره په هرات کې د اوبو رسونې د یوې کرنيزې پروژې د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر وکړه.

د کرنې وزیر دغه ولایتونه مشخص نه کړل؛ خو له دې مخکې نوموړي په ولسي جرګه کې ویلي و چې جوزجان، بادغیس، فاریاب، غور، اروزګان، زابل، کندهار، هلمند، سمنګان، بلخ، بغلان، کندوز، هرات، فراه او نیمروز ولایتونه د وچکالۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

د هغه په خبره، د میدان وردګو، لوګر، تخار، پکتیا، نورستان او سرپل ولایتونه په دویمه کټګورۍ او غزنی، دایکنډي، بامیان، کاپیسا، پروان، پنجشېر، کابل، بدخشان لغمان، کونړ، ننګرهار، پکتیکا او خوست ولایتونه د وچکالۍ په درېیمه کټګورۍ کې راځي.

دغه راز د کرنې وزارت دغه لوړ پوړي چارواکي وویل، په دغو ولایتونو کې له ۲۰ ميلیونه ډېر څاروي د علوفې د کمښت له خطر سره مخ دي.

نصیر احمد دراني نن هرات ته د۳۰۰ ميلیون افغانيو په ارزښت د څو کرنيزو پروژو د ګټه اخیستو او د بنسټ ډبرې ايښودو په مراسمو کې د ګډون پر مهال وویل، د اوبو د حیاتي والي او ارزښت په خاطر د کرنې وزارت هڅه کوي چې د بندونو، سربندونو او د اوبو د کانالونو د جوړولو له لارې د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیسي.

د هغه په خبره، په دغو پروژو کې څو سربندونه او د اوبو لګونې کانالونه، تحقیقاتي فارمونه، د چرګانو فارمونه، معیاري کشمش خونې او څو نورې پروژې شاملې دي.


نوموړي وویل: (( د اوبو سطحه هر کال ټيټيږي، موږ مجبور یو چې اوبه مديریت کړو او د کرنيزو محصولاتو د پرمختګ د څرنګوالي لپاره پاملرنه وکړو.))


نوموړي له ایران څخه هېواد ته د بې کیفیته زعفرانو له وارېدولو اندېښنه ښکاره کړه او ويې ویل، دغه زعفران هېواد ته له وارېدېدو وروسته نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د زعفرانو په نوم صادېرېږي.

د کرنې وزیر زیاته کړه: ((زه په راتلونکو ورځو کې کابینې ته وړاندیز کوم چې هېواد ته د زعفرانو وارېدات منعه کړي او هر چاچې هېواد ته زعفران وارېد کړل زعفران یې نیول کېږي.))


 د هرات والي محمد اصف رحیمي په هرات کې د زراعتي پروژو له پلي کېدو څخه د خوښۍ تر څنګ وویل چې د دغه سربند او  معیاري اوبو د کانالونو جوړېدل به د کرنې د پراختیا لامل وګرځي.

نوموړي زیاته کړه: ((نن د لومړي ځل لپاره د هرات د انګورو او ممیزو ۷ ټنه له بازار څخه د ۲۰ سلنه لوړې بیې او معیاري بسته بندۍ وروسته پاکستان ته صادر شول.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.