کابل (پژواک، ۷ زمری ۹۷): د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د هېواد له مرکزي روغتونونو سره د ۱۵ ولایتي روغتونونو او د سیمې هېوادونو له روغتونونو سره د افغانستان د یو شمېر روغتونونو د تړلو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه هوګړه لیک نن د عامې روغتیا وزیر فيروزالدین فيروز او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې رییس محمد نجیب عزیزي په کابل کې لاسلیک کړ.
د عامې روغتيا وزیر وویل: ((یاد هوکړه لیک له پرمختللې ټکنالوژۍ څخه د استفادې او له لرې فاصلې د درملنې د خدماتو د وړاندې کولو لپاره موږ ته توان راکوي چې د ولایتونو او ولسوالیو روغتیايې مرکزونه له مرکز سره او تر څنګ یې روغتیايې سیستم له هېواد څخه بهر له هغو روغتونونو سره وتړو چې موږ ورسره هوګړه لیک لرو.))
نوموړي د ناروغیو سم تشخیص، معیاري درملنه او د ډاکترانو د پوهې کچې لوړېدل د دغې پروژې موخې وبللې او ویې ویل، له دې لارې د ولایتي روغتونونو ډاکتران کولای شي د ناروغیو او ازموینو په اړه په مرکز کې له متخصص سره مشوره وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې دغه پروژه د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې له لوري د درې ميلیونه ډالرو په لګښت په شاوخوا درې کلونو کې وروستۍ او عملي کېږي.
د هغه د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې په لومړي قدم کې د پکتیکا د مرکز ښرنې دولتي روغتون او د سمنګان د ایبک روغتون د کابل له جمهوریت روغتون سره د نوري فایبر له لارې وتړل شي.
نوموړي وویل، له هغه وروسته به د ۱۳ نورو ولایتونو روغتونونه له مرکز سره وتړل شي.
دغه راز هغه روښانه کړه چې د هېواد یو شمېر روغتونونه به له دې لارې له هېواد څخه له بهرنیو معتبرو روغتونونو سره تړل کېږي او په دې برخه کې یې جزئیات ورنه کړل.
د عامې روغتیا د وزیر په خبره افغانان هر کال شاوخوا ۳۰۰ ميلیونه امریکايي ډالر له هېواد بهر د درملنې لپاره مصرفوي.
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان د روغتونونو تړل د سیمې هېوادونو له معتبرو روغتونونو سره په هېواد کې دننه د هر ډول ناروغیو د درملنې لپاره زمینه برابروي او نور به له هېواده بهر د درملنې لپاره د سفر او ډېر لګښت اړتیا نه وي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې ( اترا) رییس نجیب عزیزي وویل: ((زموږ اصلي موخه دا ده چې وکولای شو د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولو او د ټکنالوجۍ په واسطه د هغه هېوادوالو په ژوند کې بدلون راولو چې روغتیایي ستونزې لري.))
نوموړي زیاته کړه، د دې پروژې لګښت اترا ورکوي، دغه پروژه اړینه ټکنالوجي نصبوي او له دغه بهیر څخه څارنه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن