فېروزکوه (پژواک، ٧ زمری ٩٧): د غور ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په چهارسدې ولسوالۍ کې یوې مېرمنې د کورني تاوتریخوالي له امله د موږک ضد درملو په واسطه ځان وژلی دی.
د غور د پولیسو ویاند محمد اقبال نظامي پژواک ته وویل، دغې مېرمنې چې ۲۰ کاله عمر لري، د غور د چهارسدې ولسوالۍ په «قال حوض» کلي کې نن سهار د موږک ضد درملو په خوړلو د خاوند په کور کې ځان وژلی دی.
نوموړي زیاته کړه، یادې مېرمنې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان وژلی دی.
د هغه په خبره، دا چې د «قال حوض» کلی د طالبانو تر واک لاندې دی پولیس نه دي توانېدلي چې په دغه کلي کې فعالیت ترسره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن