د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د دایکنډي ناومېش ولسوالۍ ټاکنیزې چارې په هلمند پورې تړل شوې

د دایکنډي ناومېش ولسوالۍ ټاکنیزې چارې په هلمند پورې تړل شوې

Jul 29, 2018 - 14:47

کابل- لښکرګاه (پژواک، ٧ زمرى ۹۷): د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې ناومېش ولسوالۍ د دايکنډي ولایت اړوند ده، خو د ټاکنو کمېسيون يې ټاکنيزې چارې له هلمند سره تړلې دي.

ناومېش ولسوالۍ چې ٤٩ کلي او ١٢٢٠٠ نفوس لري، په ١٣٩٢ لمريز کال کې په هلمند ولايت کې جوړه شوه خو د ١٣٩٥ لمريز د ولسمشر د ٩٨ حکم فرمان له مخې له دايکنډي ولایت سره يو ځاى شوه.

خو له کله راهيسې چې د ټاکنو مهالوېش اعلان شوى، د ټاکنو کمېسيون يې ټاکنيزې چارې بېرته له هلمند سره يو ځاى کړې دي.

بلخوا د هلمند يو شمېر اوسېدونکي وايي، د ناومېش ولسوالۍ يوازې ټاکنيزه برخه په دغه ولايت پورې تړل غير قانوني او ظلم دی؛ ځکه ټولې چارې يې په ۱۳۹۵ لمريز کال کې په رسمې ډول په دايکنډي پورې تړل شوې دي.

د هلمند ولایتي شورا رييس عطاءالله افغان وايي، دغه ولسوالي په ۹۳ کال کې د هلمند په تشکیل کې اظافه شوه، خو په ۹۵ کال کې په دایکنډي ولایت پورې وتړل شوه.

هغه پژواک اژانس ته وويل، اوس په حکومت کې ځينې کړۍ غواړي چې د ولسي جرګې او ولسواليوشوراګانو ټاکنې يې د هلمند له ادرسه ترسره شي.

د نوموړي په وينا، دا هېڅ امکان نه لري او نه به هم دوى اجازه ورکړي چې د دايکنډي ولسوالۍ ټاکنې دې د هلمند له ادرسه ترسره شي.

افغان له حکومته غوښتنه وکړه چې دغه ډول مشکل په مرکز کې حل کړي او دلته د ولسونو تر منځ قومي او ژبني تعصباتو ته لمن ونه وهل شي.

د دغه ولايت يوې سرچينې پژواک ته وويل، کله چې ناومېش بېرته له دايکنډي سره وتړل شوه، نو هلته ٣٠زره کسانو پر خپلو تذکرو سټېکر لګولي او ټاکنو ته يې نوم ليکنه کړې، اوس چې ټاکنې يې له هلمنده ترسره کېږي، نو د هلمند کانديدان به له همدې يوې سيمې او خلکو څخه راشي.

د هلمند د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر نظرمحمد رودي وايي، د هلمند له اوسېدونکو سره په اړوند برخه کې له وړاندې ظلم شوی، ډېره برخه يې د دولت له واکه وتلي، خلک يې په ټاکنو کې برخه نه شي اخيستلی.

هغه زياته کړه ((دا څنګه امکان لري چې ټولې چارې به يې په بل ولایت پورې اړه لري او د ټاکنو لپاره حق په هلمند کې غواړي، په داسي حال کې چې د ټاکنو په برخه کې يي هم نظارت هغه ولایت ته ورکړل شوی دی.))

رودي پژواک اژانس ته وويل، د احصايي له مخې په ناومېش کې تول نفوس ۱۷زره تنه دی، خو د دوی د معلوماتو له مخې، هلته ۳۶زره کسانو پر تذکرو سټېکرونه لګولي چې غواړي يوه ډېره برخه له هلمند څخه ولسي جرګې ته يوه قوم ته ورکړل شي.

نوموړى وايي: ((که ناومېش د هلمند اړوند وي، نو بيا يي ادارې چارې ولې په بل ولایت پورې اړه لري، نظامي او ملکي چارې هلته ترسره کوي او په پارلمان کې حق دلته غواړي.

د هغه په وينا، دا هېڅ کله د هلمند خلک نه مني او که چېرې حکومت يې حل نه کړي، دوی به پراخ لاریونونه وکړي او له پارلماني ټاکنو به لاس پر سر شي.

د هلمند د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ځايي دفتر سرپرست احمد شاه حاصب زاده وايي چې په لومړی سر کې د ناومېش چارې ور پورې تړل شوې وې، خو وروسته بيا نه دي خبر شوي چې محلونه يې څو دي، څومره سټېکرونه وهل شوي او څومره مامورين او امکانات لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل، له دې ولسوالۍ د پروسې په وروستيو کې دوه کسان راغلل او غوښتل يي چې پارلمان ته د نوماندۍ فورمې واخلي، خو دوی ځواب کړل او بيا يې له مرکزي دفتره امر راووړ او اوس يې د نوماندۍ چارې بشپړې کړې دي.

د صاحب زاده په وينا، دوی ته د ناومېش د ټاکنیز پروګرام په اړه هېڅ راپور نه دی ورکړل شوی او نه يې دوى معاشونه اجرا کړي ډي، په داسې حال کې چې د هلمند د نورو ولسوالیو او مرکز راپورونه هره ورځ ورکول کېږي او چارې يې دوی ترسره کوي.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ يوه چارواکي چې د نوم له ښودو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې د ناومېش لپاره لومړی ټاکنیز مواد دوی ته راوړل شول، خو له دې امله يې ځواب ورکړ چې هلته دوی د امنیت لپاره مسووليت نه لري او بیا د کندهار له لارې دایکنډي ته ولېږدول شول.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، پر دې ستونزه دوی هم نه پوهېږي، د خلکو غوښتنې يي مرکزي حکومت ته لېږلي، خو زیاته يي کړه چې ناومېش په ۹۵ کال کې دایکنډي ته سپارل شوې او هلمند هلته کومه فعاله اداره نه لري.

هغه زياته کړه، دغه ولسوالي چې نوې تشکیل شوه، چارې يې په هلمند پورې تړاو درلود خو د نا امنیو له امله بېرته دایکنډي ته وسپارل شوه؛ ځکه دغه ولایت ته نږدې وه.

ځواک وايي، دا چې د پارلماني ټاکنو لپاره يې چارې هلمند ته ورکول کېږي، په دې اړه مرکزي حکومت سره خبرې روانې دي څو ستونزه حل شي.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې وياند ګل اغا ضميري وايي چې د ولسمشر د فرمان له مخې، ناومېش د دایکنډي ولایت مربوط شوې ده او ټولې چارې یې له هغه ځايه مديريت کېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، له هلمند ولايت څخه د يادې ولسوالۍ واټن ډېر دى، نو پر دې اساس حکومت ياد پرېکړه وکړي چې ياده ولسوالي د دايکنډي مربوط شي.

ضميري وايي، دا چې اوس د انتخاباتو کمېسیون په دې اړه څه تصمیم نیولی، هغه باید له کمېسیون سره مطرح شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون کمېشنر او وياند سيد حفيظ الله هاشمي بيا وايي چې د ولسمشر د فرمان له مخې، د نومېش لوجستيکي او اداری چارې په دايکنډي پورې تړاو لري، خو ټاکنيزې چارې يې هلمند ته ورکړل شوې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: "موږ خپلې ټولې چارې د حکومت د راپورونو او احکامو له مخې پر مخ وړو، حکومت د رسمي مکتوبونو له لارې دا ولسوالي په هلمند پورې تړلې ده."

هاشمي وايي، د ولسمشر فرمان کې داسې راغلي چې يو شمېر چارې يې د دايکنډي او ځينې يې په هلمند پورې اړوند دي، دا چې لارې يې سختې دي، نو لوجستيکي او اداري کارونه يې د دايکنډي له لارې کېږي، خو دا په اصل کې د هلمند ولسوالي ده.

نوموړي د ناومېش ولسوالۍ د خلکو له نفوس څخه په زيات شمېر کې د سټېکر لګولو په اړه وويل چې کمېسيون تر اوسه په دې اړه کومه څېړنه نه ده کړې.

د هغه په وينا، کمېسيون دا موضوع څېړي او بيا به يې پايلې شريکې کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement