ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د کجکي ولسوالۍ له ټولو ۱۸ ښوونځیو یوازې پنځه یې فعال دي

د هلمند د کجکي ولسوالۍ له ټولو ۱۸ ښوونځیو یوازې پنځه یې فعال دي

author avatar
29 Jul 2018 - 12:25
د هلمند د کجکي ولسوالۍ له ټولو ۱۸ ښوونځیو یوازې پنځه یې فعال دي
author avatar
29 Jul 2018 - 12:25

لښکرګاه (پژواک، ٧ زمرى ٩٧): د هلمند د کجکي ولسوالۍ له ١٨ ښوونځيو يوازې پنځه یې د زده کوونکو پر مخ پرانیستي دي او نور ټول د نا امنیو له امله تړلي.

دغه راز له یادو ۱۸ ښوونځیو یوازې یو یې ودانۍ لري.

د هلمند د کجکي ولسوالۍ يواځې د مرکز د تنګي سيمه له حکومت سره ده او پاتې نورې سيمې يې له  څو کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.

په دې اړه د کجکي ولسوالۍ د پوهنې مدير ناصرخان پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې يواځې د يوه ښوونځي لپاره ٤٠ کاله وړاندې ودانۍ جوړه شوې وه چې هغه هم د کورنيو جګړو پر مهال ويجاړه شوې وه.

ده زياته کړه: ((بيا په تېرو حکومتونو کې يواځې د همدغه ښوونځي د شپږو خونو بيارغونه شوې نور هېڅ کار نه دى شوى.))

د ناصرخان د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې ټولټال ١٨ ښوونځي دي چې له دغه شمېر څخه يواځې پنځه يې د زده کوونکو پر مخ خلاص دي او پاتې نور يې د نا امنيو له امله تړل شوي چې امله يې زرګونه هلکان او نجونې له زده کړو پاتې دي.

د هغه په وينا، له دې پنځو ښوونځيو څلور يې په جوماتونو او يا هم کرايي کورونو کې دي چې د نجونو په ګډون ١٨ سوه ماشومان په کې زده کړې کوي.

هغه زياته کړه: ((مشکلات ډېر دي، مسلکي استادان هم نه لرو او د نظارت په برخه کې هم ښه ډېر مشکلات لرو.))

خو نوموړى وويل چې دوه ورځې وړاندې په دې ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي د ودانۍ جوړېدو چارې پيل شوې چې درې سوه زده کوونکي به په کې زده کړې وکړي.

دغه راز د هلمند د پوهنې رییس داوود شاه صفاري هم ومنله چې په تېرو څو کلونو کې دا لومړى ځل دى چې په کجکي ولسوالۍ کې د ښوونځي لپاره ودانۍ جوړېږي.

د هغه په وينا، پر دې ودانۍ ٢٥ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د ښار جوړونې وزارت له لوري ورکول کېږي او د جوړېدو چارې به يې په لنډه موده کې ترسره شي.

صفاري وايي، هڅې يې روانې کړې چې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې ښوونځي هم بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيزي.

ده زياته کړه: ((په لښکرګاه کې پر خدمتي ښوونکو معاشونه بندوم او هغه پیسې خپلې ولسوالۍ ته لېږم چې له دې سره به تر یوې اندازې د کمزوري درسي کیفیت ستونزې هم هوارې شي.))

په همدې اړه يوه زده کوونکي نورمحمد پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ په ټولو ښوونځيو کې ښوونکي او زده کوونکي يواځې مجلس کوي او درسي کيفيت له صفر سره برابر دى.

ده وويل: ((درسونه هېڅ نشته او کتابونه او نور امکانات هم موږ ته نه رسېږي، په دې ولسوالۍ کې زياتره ځوانان بېسواده دي.))

دغه راز بل زده کوونکي محبوب پژواک ته وويل چې د نورو ستونزو تر څنګ ډېرى مهال ښوونکي هم د تدريس لپاره نه حاضرېږي.

هغه زياته کړه: ((د طالبانو تر واک لاندې سيمو په اړه معلومات نه لرم، خو زموږ ډېرى استادان قرارداديان دي، يواځې يې بستونه ډک کړي، غير مسلکي کسان دي او مکتب ته هم نه راځي.))

ده له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې په دې ولسوالۍ کې د پوهنې بهير ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د دې ولسوالۍ يو شمېر نورو زده کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د يادو خبرو په غبرګون کې د کجکي ولسوالۍ د پوهنې مدير ناصرخان وويل چې د زده کوونکو ټولې نيوکې پر ځاى دي.

هغه وويل چې د دې ولسوالۍ د پوهنې برخې ټولې ستونزې يې له اړوندو چارواکو سره شريکې کړې دي څو د حل لپاره يې اقدام وکړي.

ناصرخان زياته کړه: ((ما له وسله والو مخالفينو سره هم خبرې کړې دي چې د پوهنې پر وړاندې خپل مخالفتونه کم کړي او دې خبرو يو څه نتيجه يې هم ورکړې ده.))

دغه راز په دې اړه د هلمند والي محمد ياسين خان پژواک ته وويل چې د نورو سيمو تر څنګ د کجکي ولسوالۍ د پوهنې برخې ستونزو د حل لپاره لاس په کار شوى دى.

هغه زياته کړه: ((د يو مکتب جوړېدو چارې مو په کې پيل کړې د نورو ستونزو د حل لپاره به يې هم اقدام وکړو.))

د يادونې ده، په ټول هلمند کې شاوخوا څلور سوه ښوونځي دي چې له دغه شمېر څخه سل يې د نا امنيو له امله د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.

بل لور ته د دغه ولايت د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د غلطې سرشمېرنې له مخې شپږ سوه زره پر شرايطو برابر کسان هم له زده کړو پاتې دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.