د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د کندهار د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې ټکنۍ دي"

"د کندهار د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې ټکنۍ دي"

Jul 29, 2018 - 12:22

کندهار (پژواک، ٧ زمری ۹۷): د فابریکو چلوونکي د کندهار صنعتي پارک لپاره د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا له ورو چارو شکایت کوي او وايي د دې پروژې چارې هغسې نه دي روانې چې ژمنه یې شوې وه.

د دې پروژې کار له درې کلن ځنډ وروسته تېر کال (د ۲۰۱۷ زېږدیز کال د سپټمبر ۲۴مه) پيل شوی او ژمنه شوې وه چې د دوولسو میاشتو په اوږدو کې (د ۲۰۱۸ کال تر اګسټ میاشتې) به بشپړ شي.

له هماغه مهاله شاوخوا یوولس میاشتې تېرېږي خو تر اوسه د دې پروژې د احاطې د دېوال او ځمکې د هموارۍ چارې هم نه دي بشپړې شوې.

د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د دغه پلانټ د نصب چارې د ۱۹ میلیونه ډالرو په لګښت ترسره کېږي چې ۱۰ میلیونه ډالر د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې او پاتې ۹ میلیونه ډالر د اړوندې کمپنۍ (زولارستان) له خوا ورکول کېږي.

د دغه پلانټ لپاره د کندهار په دامان ولسوالۍ کې ۱۶۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

د پروژې د پيل پر مهال چارواکو ویلي وو چې له دې پروژې د ګټې اخیستنې لپاره بشپړ کال انتظار ته اړتیا نشته، بلکې هر څلور میاشتې وروسته به دوه مېګاواټه برېښنا تولید ته چمتو کېږي او په دې توګه به د دوولسو میاشتو په پوره کېدو د ۱۰ میګاواټه برېښنا د تولید چارې بشپړې شي.

د کندهار په صنعتي پارک کې د حبوباتو د پروسس د یوه فابریکې مسوول حاجي سید محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، هغه موده چې د دغې پروژې د بشپړېدو لپاره ټاکل شوې وه په پوره کېدو ده خو ایله اوس یې یوازې د احاطې د دېوال او ځمکې د هموارولو چارې بشپړې شوې.

دی وايي، یو خو له لویه سره دغه پروژه درې کاله ځنډېدلې وه خو چې کار یې پیل شو نو دا دی وینو چې ډېر ورو روان دی.

حاجي سید محمد غوښتنه کوي چې د دې پروژې ټکنۍ چارې دې ګړندۍ شي څو د صنعتني پارک د برېښنا ستونزه حل شي.

د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې مرستیال فیض الحق مشکاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنا کمښت نه یوازې د کندهار د اوسېدونکو لپاره، بلکې د فابریکو د مسوولینو لپاره لویه ننګونه ده.

نوموړی زیاتوي، له تېرو څو کلونو راهیسې د برېښنا د کمښت له امله د کندهار د صنعتي پارک یوازې ۱۵۴ فابریکې نیمه فعالې دي خو ۱۳۵ نورې یو مخ بندې دي.

د ده په خبره، لسګونه نور پانګه وال همدې لمریزې برېښنا ته په تمه دي څو هغوی نوې فابریکې جوړې او فعالې کړي.

دی وايي، په کندهار کې له ٢٠٠ ډېرې فابريکې شته چې پنبه، غوړي، کنجاره، صابون، يخ، د کارتن لپاره کاغذ، پلاستيکي پايپونه، خوراکي توکي، غير الکولي مشروبات او نور په کې تولیدېږي، چې شاو خوا ٥ زره تنه پکې په بېلابېلو کارونو بوخت دي.

خو مشکاڼى زیاتوي چې ډېرې دغه فابريکې د برېښنا د نشتوالي له امله تړلې او يا نيمه فعاليت لري چې پانګه وال يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

دی هم غوښتنه کوي چې د دې پروژې چارې دې چټکې شي.

د کندهار د برېښنا رییس امان الله فاروقي هم وايي، لکه څنګه چې ژمنه شوې وه د یادې شوې پروژې کارونه هغسې تر سره نه شول.

نوموړي پژواک پژواک اژانس ته وویل، په لومړني براورد کې د دې پروژې د احاطې د دېوال لپاره خښتې په پام کې نیول شوې وې خو دا چې ځمکه ښرنه ده او بل د دې پروژې عمر ۲۵ کاله دی، خښتو هومره مقاومت نه درلود او دغه دېوال په ډبرین دېوال بدل شو چې دغه کار وخت واخیست.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د ځمکې نقشه له هوا څخه اخیستل شوې وه او د ځمکې د هموارولو چارې په پام کې نه وې نیول شوې چې دغه کار هم وخت واخیست او ایله په دې وروستیو کې بشپړې شوې دي.

د دې تر څنګ ده یادونه وکړه چې اړوندې کمپنۍ له مالیې وزارت سره د اړتیا وړ توکو پر راوړلو د مالیې د معافیت ستونزه هم لرله چې حل شوه.

نوموړی خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې ورځو کې د دې پروژې اړوند توکي او سامان الات د کراچۍ تر بندره را رسېدلي چې ډېر ژر به کندهار ته راوړل شي او د فلانټ نصبولو عملي چارې به پیل شي.

دغه راز فاروقي وویل چې د ۱۰ میګاواټه برېښنا تر څنګ د ۳۰ مېګاواټه نورې لمریزې برېښنا د پروژې چارې هم روانې دي چې سروې یې بشپړه شوې او اوس یې تخنیکي کارونه روان دي.

ده زياته کړه، د دغې پروژې ۱۵ مېګاواټه برېښنا د ترکۍ ۷۷ کمپنۍ او ۱۵ مېګاواټه برېښنا د زولارستان کمپنۍ له خوا بشپږېږي چې په دې سره به د کندهار صنعتي پارک د برېښنا ستونزه یو مخ حل شي او اضافي برېښنا به ښاریانو ته ووېشل شي.

د نوموړي په وینا، په همدې موخه د برېښنا ریاست له خوا د نوو پایو د نصبولو چارې هم پيل شوي دي.

فاروقي په کندهار کې د برېښنا د اوسني وضعیت په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل، اوس مهال د کندهار صنعتي پارک ته د ۱۰ ساعتونو لپاره د اوونۍ شپږ ورځې ۸ مېګاوټه برېښنا ورکوي.

د ده په خبره، د دې تر څنګ له کجکي بند څخه کندهار ته ۲۰ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي چې پر ښاریانو په نوبتي توګه وېشل کېږي.

خو ده یادونه وکړه چې په دې وروستیو کې په کجکي بند کې د اوبو کچه ډېره ټېټه شوې او د برېښنا د ۵۱ مېګاواټه برېښنا تولید ۴۰ ته راټیټ شوی دی.

نوموړی له خلکو غوښتنه کوي چې د برېښنا په کارولو کې سپما وکړي څو له دې کمې برېښنا ټول خلک برخمن شي.

د وارداتي برېښنا په اړه هغه وویل چې له غزني تره کندهار د پایو د نصبولو د استملاک چارې پيل شوې او یوه هندۍ کمپنۍ د سروې او ټیسټونو پر چارو بوخته ده.

دغه راز ټاکل شوې د روان کال تر پایه د دهلې بند پروژه هم پیل شي چې یوه برخه یې د ۲۴ مېګاواټه برېښنا د تولید ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement