ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي

هلمند کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
29 Jul 2018 - 11:54
هلمند کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
29 Jul 2018 - 11:54

لښکرګاه (پژواک، ٧ زمرى ٩٧): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې په دغه ولايت کې ١١ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن عبدالسلام افغان د زمري په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان امنيتي ځواکونو د نادعلي ولسوالۍ په زرغون کلي او ناقل اباد سيمو کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې د طالبانو د دوو مهمو قوماندانو ملا ذکي او ملا نصر په ګډون اته کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

افغان وايي چې د عملياتو پر مهال امنيتي ځواکونو په نادعلي ولسوالۍ کې شپږ کيلومتره پرمختګ کړى او د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات يې هم ترلاسه کړي دي.

دغه راز د ٢١٥ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستيال نواب شاه ځدراڼ پژواک ته وويل چې د ګرشک ولسوالۍ په مهاجر بازار، يخچال، حاجي عزيز، حاجي قيوم، ده ادم خان او زرغون کلیو کې یې عمليات کړي دي.

دى وايي چې په دغو عملياتو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او ځیني وسلې او مهمات يې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

بل لور ته د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې طالبانو تېره شپه د هلمند په نادعلي او ګرشک ولسواليو کې نهه امنيتي سرتېري وژلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.