ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: په هېواد کې یو محدود کوچنی اقلیت فاسد دی چې بايد مخه يې ونيول شي

ولسمشر: په هېواد کې یو محدود کوچنی اقلیت فاسد دی چې بايد مخه يې ونيول شي

author avatar
29 Jul 2018 - 20:05
ولسمشر: په هېواد کې یو محدود کوچنی اقلیت فاسد دی چې بايد مخه يې ونيول شي
author avatar
29 Jul 2018 - 20:05

کابل (پژواک ٧ زمرى ٩٧): ولسمشر غني د دې ترڅنګ چې له علماوو وغوښتل د فساد پر ضد خپل پورته کړي، وويل چې په هېواد کې يو وړوکى اقليت فاسد دى چې بايد مخنيوى يې وشي.

نوموړي دغه خبرې نن د "اداري فساد پر ضد د منبر غږ" په نامه د دیني علماوو په کنفرانس کې چې د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې جوړ شوى و، بيان کړې.

ولسمشر په خپلو خبرو کې فساد سره په مبارزه کې د لوی څارنوال د هڅو او د دیني علماوو د نقش قدرداني وکړه، ويې ویل، کله چې د دې مملکت وزیر علني محاکمه کېږي او درې ستوریز جنرال یې زنداني کېږي، کله چې هیڅوک ځان له قانون څخه پورته ونه ګڼي، هغه به زموږ د خوښۍ ورځ وي.

نوموړي د افغانستان اسلامي هویت او اساسي قانون ته په اشارې وویل، دلته هیڅ تلویزیون، راډیو او بنسټ د دیني علماوو د منبر ځای نه شي نیولی، ځکه دیني علما هره ورځ او اونۍ خلک راټولوي او بحث کوي او زموږ لوی هدف چې د قانون تطبیق دی، د دیني علماوو له همکارۍ پرته نه شي ترسره کېدای.

ده، فتنه او فاجعه خبیثه کړۍ وبلله او زیاته یې کړه، فتنه نظام له منځه وړي، کله چې نظام نه وي، معاملات نه شي ترسره کېدای او د دغې فتنې ښه مثال د افغانستان تېر څلوېښت کلن تاریخ دی چې اول فساد راغی، بیا فتنه او په اخر کې فاجعه رامنځته شوه او په شلمه پېړۍ کې زموږ له سترې حماسې؛ د جهاد له لاسته راوړنو څخه چې مو کومه تمه درلوده، له بده مرغه په فتنې او فاجعې بدله شوه.

هغه عدالت، قانونیت او پر قانون ولاړ حاکمیت نجیبه کړۍ وبلله چې سرچینه یې د حضرت محمد(ص) سیرت او د راشدینو خلفاوو چلند او اعمال دي.  

غني ټولو دولتي ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې د عدلي او قضايي ارګانونو له پرېکړو، تصامیمو او اقداماتو څخه د عدالت او قانون په تطبیق کې اطاعت او ملاتړ وکړي.

نوموړي له ټولنیزو، سیاسي او معنوي مشرانو څخه هم وغوښتل چې د عدلي او قضايي ارګانونو د پرېکړو ملاتړ وکړي.

ولسمشر په ټینګار سره وویل: "زما په شمول هر فرد او مقام باید د قانون په ځانګړي ډول د حق العبد پر وړاندې مسوول او ځواب ورکوونکی وي. حق العبد هیڅوک او منبع نه شي بښلی او نه هم چاته د هغې د بښلو حق ورکوم او ما هم تر اوسه له قضايي او عدلي پروسې پرته هیڅوک نه دي بښلي."

ده وویل، افغانان پاک او سپېڅلي خلک دي او یو محدود  کوچنی اقلیت فاسد دی، ځوانان، علما کرام او د دې هېواد مېرمنې فاسدې نه دي، یو وړوکي اقلیت فاسد دی او باید مخنیوی یې وشي.

هغه څرګنده کړه، کله چې د اسلام د مبارک دین په اساس په غصبي ځمکه لمونځ روا نه وي، نو بیا نور معاملات څنګه روا کېدای شي؟

هغه په دیني علماوو غږ وکړ، لکه څنګه یې چې د سولې په پلوۍ غږ پورته کړ، د فساد په ضد هم خپل غږ لوړ کړي، ځکه د علماوو د غږ پر وړاندې هیڅوک مقاومت نه شي کولی او زیاته یې کړه: "موږ له دباندې کوم څه نه عملي کوو، بلکې د هر افغان د زړه اواز ته ښه راغلاست وایو او عملي کوو یې."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.