ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پلخمري کې د بې پلېټه موټرو پر ګرځېدو بندیز لګېدلی

پلخمري کې د بې پلېټه موټرو پر ګرځېدو بندیز لګېدلی

author avatar
29 Jul 2018 - 16:50
پلخمري کې د بې پلېټه موټرو پر ګرځېدو بندیز لګېدلی
author avatar
29 Jul 2018 - 16:50

پلخمري (پژواک، ٧ زمرى ٩٧): د بغلان د مرکز په پلخمري کې پولیسو د بې پلېټه او موقت پلېټ لرونکو موټرو پر ګرځېدو بندیز ولګاوه، خو چلوونکي یې د حکومت دغه ګام نه مني او وايي، له موټر چلولو پرته بل کار ته لاسرسي نه لري.

په پلخمري ښار کې د موقت پلېټ موټر چلوونکي چې د اعتراض په توګه د بغلان ولایتي شورا ودانۍ کې راغونډ شوي وو، وویل، پولیس باید لومړی خپل بې اسناده موټر چې تورې ښيښې لري، سم کړي او بیا دې له زورواکو پيل کړي چې پر ټولو یو شان قانون پلی شي، خو هغوى لومړی له غریبو پیل کړی چې ورته د منلو نه دی.

د اعتراض کوونکو له ډلې د عبدالغفور په نوم یوه چلوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل: ((ما د لوړ قېمت موټر رانیولو توان نه درلود، له مجبورۍ مې بې پلېټه موټر چې ویشکي ورته وايي، په ارزانه بیه راونیو او خپل روزګار مې پرې روان کړ، دا چې پولیس مې چلولو ته نه پرېږدي، حیران یم چې څه وکړم.))

ده زياته کړه، په دې تمه چې حکومت به ورته کار پیدا کړي، شپاړس کاله يې درس ولوست، فارغ شوى، خو حکومت ونه توانېد چې دنده ورکړي، مجبوره شوى چې ټکسي وچلوي او د کور مصرف پوره کړي؛ که حکومت غواړي چې دا کار هم ور څخه واخلي، مجبوره دى د قانون خلاف نور کارونه ترسره کړي.

د بغلان ولایتي شورا مرستیال شمس الحق بارکزي د يادو شويو موټرچلوونکو د غوښتنو په اړه پژواک ته وویل، یوې ډلې موټر چلوونکو نن په ښار کې د بې پلېټه موټرو له بندیزه شکایت وکړ او له پولیسو یې د خپلو د بیا چلولو اجازه غوښته، ولایتي شورا اړونده موضوع په لیکلې توګه د ولایت مقام ته استولې او له والي یې غوښتي چې په اړه یې قانوني ګام پورته کړي.

ده زياته کړه، که پولیسو ته له مرکزه امر شوی وي او حکومت غواړي چې یاده موضوع پر ټولو تطبیق کړي، د قانون په تطبیق کې له حکومت سره ملاتړي دي او که یواځې پر ټکسي چلوونکو تطبیق او زورواکي ازاد وي، بیا نو له والي یې غوښتنه ده چې د یادې موضوع حل لار پیدا کړي.

خو د بغلان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال اکرام الدین سریع پر بې پلېټه موټرو د بندیز په اړه پژواک ته وویل، له مرکزه ورته امر شوی چې له دې وروسته په پلخمري ښار کې بې پلېټه او موقت پلېټ لرونکي موټر له ګرځېدو منعه کړل شي، په همدې اساس د بغلان پولیسو ته امر شوی چې د بې پلېټه او موقت پلېټ لرونکو موټرو د ګرځېدو مخه ونیسي.

د هغه په وينا، حکومت دغه ګام د خلکو د امنیت خوندیتوب، د سترو تروریستي پېښو د مخنیوي او په ښار کې د نظم راوستو په موخه پورته کړی چې په اند یې ښه پایله به ولري.

قومندان زیاتوي، پیل یې د بغلان له مرکز پلخمري ښاره کړی او وروسته به په ولسوالیو کې هم تطبیق شي او ټول هغه فاقد او بې پلېټه موټر چې د چلولو قانوني اسناد ونه لري، ټول کړل شي او پر ټولو به یو شان تطبیق کړل شي.

بايد وويل شي چې ترانسپورت وزارت دوه میاشتې وړاندې په کابل کې د بې اسناده موټرو پر ګرځېدو د بندیز پرمهال اعلان کړی و چې یاده لړۍ به له مرکز وروسته ولایاتو ته هم وغځول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.