ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“نامسووله وسله وال د ننګرهار په ناامنۍ او جنايي جرمونو کې لاس لري”

“نامسووله وسله وال د ننګرهار په ناامنۍ او جنايي جرمونو کې لاس لري”

author avatar
30 Jul 2018 - 17:16
“نامسووله وسله وال د ننګرهار په ناامنۍ او جنايي جرمونو کې لاس لري”
author avatar
30 Jul 2018 - 17:16

کابل (پژواک، ٨ زمری ٩٧): په ملي شورا کې د ختیځو ولایتونو استازو په دغو ولایتونو په ځانګړې توګه ننګرهار کې ناامني ساختګي بولي او وايي، د ننګرهار په ناامنۍ او جنايي جرمونو کې نامسووله وسله وال لاس لري.

دوی د سختې اندېښنې تر څنګ په دغه ولایت کې د ملکي وګړو د وژنې په اړه وايي، د ننګرهار په مرکز کې د داعش ډلې مرکزونه فعال دي او د هېواد په نورو سیمو کې له دې ځایه بریدونه تنظيموي.

دوی په دې برخه کې له حکومت څخه د جدي اقدام غوښتنه کوي او وايي، که حکومت په دغه برخه کې اقدام ونه کړي دوی به خپله له خلکو سره یو ځای په دې تړاو تصمیم ونیسي.   

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي حضرت علي او عصمت الله شینواري، په مشرانو جرګه کې  د نورستان او لغمان د خلکو استازو عبدالطیف نهضت او میر حاتم تره خېل نن په کابل کې په یوه شریکه غونډه کې ګډون درلود.

حضرت علي په ختیځو ولایتونو، په ځانګړې توګه ننګرهار کې امنیتي وضعت د اندېښنې وړ وباله او ویي ویل، ننګرهار مخکې د امن کور و؛ خو اوس په ډېر ناامنه ولایت بدل شوی ان خلک د دغه ولایت په مرکز کې ځان امن نه احساسوي.

هغه په جلال اباد کې د پوهنې پر ریاست او د قابلو د زده کړې پر مرکز د وسله والو مخالفینو وروستیو بریدونو ته په اشاره وویل: (( اوس زموږ مکتبونه او د زده کړې مرکزونه خوندي نه دي، په دغه ولایت کې د پوهنې بهير درېدلى خو په اړه یې حکومت او بهرني ځواکونه چپ دي، تر څو چې د ختيځو ولایتونو په اړه حکومت او بهرنیان خپله پالیسي تغیر نه کړي په دغه ولایت کې به امنیتي وضعیت بدلون ونه کړي.))

د نوموړي په خبره، په ننګرهار کې د دولت له وسله والو مخالفینو سربېره د نامسووله وسله والو شتون خلک اندېښمن کړي او په دغه ولایت کې ډېری کسب کاران یادو کسانو ته مالیه ورکوي.

نوموړي له جزيیاتو پرته وویل، په دغه ولایت کې نامسووله وسله وال او سیمه ییز پولیس د نشه يي توکو په قاچاق، تښتونه او وسله والو بریدونو کې لاس لري.

نوموړي ادعا وکړه، په ملي شورا کې د ختیځو ولایتونو د خلکو استازي خبر دي چې د ننګرهار پر مرکز جلال اباد کې د داعش مرکزونه موجود دي او له همغه ځاى څخه خپل بریدونه تنظيموي.

خو د هغه په خبره، سیمه ییز حکومت او په دغه ولایت کې امنیتي ځواکونه په دې اړه ناخبري ښيي.

نوموړي زیاته کړه: ((په دغه ولایت کې ناامنۍ او جګړې ته زموږ نه پاملرنه له ملت سره جفا ده، که حکومت ورته پاملرنه ونه کړي نو ملت به لاس په کار شي.))

هغه له جزيیاتو پرته په ننګرهار کې د جګړې د ساختګي توب په اړه وايي، هغه څوک چې د ځینو خاصو کړیو د پروګرام مخته خنډ جوړ شي وژل کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.