اسعداباد(پژواک،٨زمرى٩٧): د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ديوال د غورځېدو له امله پنځه ماشومان مړه شوي دي.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم د زمري په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازيګر شاوخوا شپږ بجې په سرکاڼو ولسوالۍ کې د يو ديوال د غورځېدو له امله پنځه ماشومان مړه شوي دي.
هغه وايي: (( د کونړ د نورو ځايونو ترڅنګ په سرکاڼو کې هم نن سخت باران و چې دا ماشومان د باران له وېرې ديوال لاندې پټ شوي چې بيا ديوال پرې راپريوتى دى او پنځه واړه په کې مړه شوي دي.))
دغه راز د کونړ د ولايتي روغتون مشر ډاکټر فارق سهاک پژواک ته وويل چې له دې پېښې دوى ته پنځه جسدونه او دوه ټپيان انتقال شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن