ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: پکتیا کې دې د نا امنیو مخه ونیول شي

خلک: پکتیا کې دې د نا امنیو مخه ونیول شي

author avatar
30 Jul 2018 - 11:48
خلک: پکتیا کې دې د نا امنیو مخه ونیول شي
author avatar
30 Jul 2018 - 11:48

ګردېز (پژواک، ٨ زمرى ٩٧): د پکتيا د مرکز ګردېز او ولسواليو خلک په دغه ولايت له نا امنیو شکايت کوي او له اړوندو ارګانونو غواړي چې د امنيت د ټینګښت لپاره جدي اقدامات وکړي.

دوی وايي چې په وروستيو کې د جګړو لمن پراخه او د ګردېز ښار ته نږدې شوې خو که یې پر وړاندې اقدام ونه شي حالت نور هم د خرابېدو خوا ته ځي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل وايي چې په تېرو څو مياشتو کې د ګردېز ښار د امنيتي کمربند او شاوخوا سيمو پر پوستو وسله والو طالبانو ډله ييز بريدونه کړي چې له امله يې څو پوستې سقوط شوې دي.

منګل پژواک ته وويل چې پر ګردېز سربېره د زرمت، احمدابا، لجه منګل، احمدخېلو او ځاځي اريوب ولسواليو امنيتي حالت ته هم پاملرنه اړينه ده.

نوموړی وايي: ((د تېرو درېيو مياشتو په جريان کې په پکتيا کې سختې جګړې وشوې او امنيتي ځواکونو ته زيان ورسېد، خو غوښتنه مو دا ده چې د همدې تهديداتو او جګړو کمېدو لپاره بايد روان عمليات په بشپړ ډول بريالي تمام شي او په هغو سيمو کې چې ضرورت دی، د پوستو او قرارګاوو جوړولو کار همداسې روان وساتل شي.))

دغه راز مدني فعال سميع الله احمدزی په ګردېز ښار او شاوخوا سيمو کې د وسله والو غلاوو، تښتونو او هدفي وژنو اندېښنه جدي بولي او وايي چې کشفي او امنيتي ارګانونه بايد په ګډه د دې پېښو مخه ونيسي.

احمدزی په تېرو شاوخوا درېیو مياشتو کې د څو پوستو د سقوط عمده لامل د لوړپوړو چارواکو ناغېړي او د امنيتي ځواکونو لازم نه اکمال او د جګړې پر مهال د مرستې نه ور رسېدل بولي.

دی وايي: ((په تېرو څو اوونيو کې په زرمت کې د ګردېز ــ زرمت پر لويه لار او ګردېز ته په تر ټولو نږدې ولسوالي احمدابا کې څو پوستې سقوط شوې يا تر تهديد لاندې راغلې او امنيتي ځواکونو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، ستونزې او ناخوالې ډېرې زياتې شوې دي.))

همدارنګه د ځاځي اريوب یو اوسېدونکی جلال علي وايي چې د امنيې قوماندانۍ د پخوانۍ رهبرۍ د ناسم مديريت او ناغېړيو له امله د ګردېز ښار، د شاوخوا سيمو، لويو لارو او ولسواليو امنيتي حالت ډېر خراب شوی دی.

علي خېل پژواک ته وويل چې د امنيتي ارګانونو په همغږي فعاليت او نظامي عملياتو د نا امني مخه نيول کېدای شي.

دی وايي: ((د نورو کلونو په نسبت سږ کال د پکتيا امنيت ډېر خراب دی. په هغو سيمو کې بايد عمليات وشي چې وسله وال مخالفين په کې دي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.