ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د صندوقلي او مزار د نفتي بلاکونو د موندنې او تولید د وېش قرارداد د تعدیل توافقنامه لاسلیک شوه

د صندوقلي او مزار د نفتي بلاکونو د موندنې او تولید د وېش قرارداد د تعدیل توافقنامه لاسلیک شوه

author avatar
30 Jul 2018 - 18:13
د صندوقلي او مزار د نفتي بلاکونو د موندنې او تولید د وېش قرارداد د تعدیل توافقنامه لاسلیک شوه
author avatar
30 Jul 2018 - 18:13

کابل (پژواک، ٨ زمرى ٩٧): د صندوقلي او مزارشریف د نفتي بلاکونو د موندنې او تولید د وېش قرارداد د تعدیل توافقنامه لاسلیک شوه.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې کانونو وزارت او کنسرسیوم افغان – تاجک د صندوقلي او مزارشریف د نفتي بلاکونو اکتشافي او د تولید د وېش قرارداد د تعدیل توافقنامه نن ماسپښین د ځمکو، اوبو او چاپیریال ساتنې عالي شورا په پای کې لاسلیک کړه. 

سرچينه کاږي، د دې توافقنامې مطابق کنسرسیوم په دوو کلونو کې ۶۰ میلیون ډالر پانګونې،  په ۲۰ میلیون ډالر پانګونه د قرارداد په ساحو کې له ۱۰۳۰ څخه تر ۱۲۰۰ کیلو متر اوږدې سایزمیکي سروې کولو او  په ۴۰ میلیون ډالر پانګونې ۵۵۰۰ متره د ژورې اکتشافي  څاه کېندنې ته ژمن دی.

سرچينه زياتوي، یاده پروژه به له ۴۰۰ څخه زیاتو کسانو ته کاري فرصتونه برابر او د دولت عواید لوړ کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.