د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د غور ولایتي روغتون د ماشومانو ځانګړی متخصص ډاکتر نه لري

د غور ولایتي روغتون د ماشومانو ځانګړی متخصص ډاکتر نه لري

Jul 30, 2018 - 13:15

فیروزکوه (پژواک، ٨ زمری ٩٧): د غور یو شمېر اوسېدونکي د ماشومانو د نس ناستي او هضمي ناروغیو زیاتېدو اندېښمن کړي او وايي، د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې اساسي روغتیايي خدمتونه نه وړاندې کېږي.

د غور د ځینو خلکو دغه اندېښنې په داسې حال کې دي چې هره ورځ په نس ناستي اخته لسګونه ناروغ ماشومان دغه روغتون ته ورځي.

د دغه ولایت د شهرک ولسوالۍ د اوښان کلي اوسېدونکي عزیزالله پژواک خبري اژانس ته وویل، لس ورځې کېږي چې پر نس ناستي اخته ماشوم یې یاد روغتون کې بستر دی، خو ناروغي یې نه ده ښه شوې.

نوموړي زیاته کړه، په یاد روغتون کې روغتیايي مراقبت ډېر لږ دی، په داسې حال کې چې ماشومان ډېر مراقبت ته اړتیا لري، هره ورځ یوازې یو ځل ډاکتر راځي نو ځکه یې ماشوم نه ښه کېږي.

د غور د مرکز اړوند د غالک کلي اوسېدنکي عبدالحمید هم په یاد روغتون کې له نا سمو روغتیایي خدماتو شکایت کوي او وايي: ((ماشوم مې په ناس ناستي اخته دی او کانګې کوي، دوه ورځې مخکې مې روغتون ته د درملنې لپاره راوړی او د اړتیا وړ ټول درمل یې له بېرون څخه راوړم.))

هغه وویل، سره له دې چې د ماشوم لپاره یې درمل له بازاره راوړي خو تر اوسه ښه شوی نه دی.

دوی وايي، ډاکتران یې ماشومانو ته سمه رسېدنه نه کوي او په دغه روغتون کې درمل هم نشته.

د غور ولایتي روغتون سرطبیب ډاکتر محمد نصیر پارسا پژواک ته وویل، دغه روغتون ته هره ورځ په نس ناستي اخته لسګونه ماشومان راځي او هره ورځ د ناروغانو شمېر زیاتېږي.

نوموړی تاییدوي چې دوی د ماشومانو د متخصص ډاکتر د کمښت له امله ماشومانو ته پوره رسېدنه نه شي کولای.

هغه وویل: ((موږ له څو کلونو راهیسې د ماشومانو د متخصص ډاکتر له کمښت سره مخ یو، کله چې ډاکتر نه وي، روښانه ده چې پوره رسېدنه نه کېږي خو موږ د ماشومانو د ورغتیا لپاره تر خپل توان پورې هڅه کوو.))

د نوموړي په خبره، د ویروسونو شتون، حفظ الصحې ته نه پاملرنه او د ماشومانو روغتیا ته د دوی د کورنیو کمه پاملرنه په ماشومانو کې د دې ډول ناروغیو د رامنځته کېدو لامل ګرځي.

پارسا له د ماشومانو له کورنیو غواړي چې د ژوند چاپېریال او د ماشومانو روغتیا ته پاملرنه وکړي څو ماشومان یې له بېلا بېلو ناروغیو لکه نس ناستي او هضمي ناروغیو خوندي پاتې شي.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې د یادې ستونزې په تړاو د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست نظرهم واخلي خو له پرله پسې اړیکو وروسته هم پر دې بریالی نه شو.

غور د هېواد په لوېديځ کې یو غرنی ولایت دی چې اوسېدونکي یې کمو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی لري، د دغه ولایت اوسېدونکي تل له کمو روغتیايي خدماتو سر ټکوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement