چاریکار( پژواک، ۸ زمری ۹۷): د پروان شیخ علي ولسوالۍ چارواکي وايي چې تېره ورځ ماښام، طالبانو د دې ولسوالۍ په تنګي لعلي سیمه کې ۹ مساپر له موټره راښکته کړي او له ځان سره یې وړي ، خو نن یې دو تنه را خوشې کړي دي.
د شیخ علي ولسوالۍ د سکتوري خدمتونو مدیر عبدالرووف سروري، پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو تېر ماښام له دوه کرولا اویو فولډر موټر څخه ۹ مساپر چې د بامیان پر لور روان وو، د تنګي لعل له سیمې ځان سره وړي دي.
نوموړي له جزییاتوورکولو پرته وویل چې یاد ۹کسان دهېواد بېلابېلوولایتونو اوسېدونکي دي او امنیتي ځواکونو د هغوی د خوشې کولو لپاره کابو یو ساعت له طالبانو سره جګړه کړې ده.
هغه زیاته کړه چې طالبانو نن سهار د یادو مساپرو له ډلې دو تنه چې د لوګر او ننګرهار ولایت اوسېدونکي دي، را خوشې کړي دي.
نوموړي وویل چې قومي مخور طالبانو ته ورغلي او د نیول شووکسانو په اړه یې له طالبانو سره خبرې کړې دي، طالبانو ویلي چې د هر یو په اړه څېړنه کوي که ملکي کسان وي، ټول خوشې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن