ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ننګرهار څخه د ولسي جرګې کانديد په ځانمرګي بريد کې ووژل شو

له ننګرهار څخه د ولسي جرګې کانديد په ځانمرګي بريد کې ووژل شو

author avatar
30 Jul 2018 - 18:48
له ننګرهار څخه د ولسي جرګې کانديد په ځانمرګي بريد کې ووژل شو
author avatar
30 Jul 2018 - 18:48

جلال اباد (پژواک ٨ زمرى ٩٧): د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ د ځانمرګي بريد له امله د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو د نوماند او قومي مشر حاجي حيات الله خان په ګډون څلور تنه و وژل شول.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د زمري په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازيګر نږدې شپږنيمې بجې د روداتو ولسوالۍ اړوند د جلال اباد- تورخم پر لويه لار د کابل کمپ په سيمه کې د قومي مشر حاجي حيات الله خان پر موټر ځانمرګى بريد وشو.

ده زياته کړه، یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې حاجي حیات خان له کوټ ولسوالۍ څخه جلال اباد ښار ته پر لاره وو، چې د روداتو کابل کمپ سیمې په مربوطاتو کې پرې ځانمرګي بریدګر د ډینا موټر په وسیله موټر بم چاودنه وکړه.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې قومي مشر او د ولسي جرګې نوماند حاجي حیات، د هغه دوه خوريونه چې د ساتونکو دنده یې ورسره درلوده او د خوريي زوی یې چې موټر چلوونکی و، وژل شوي او يو زوى يې سطحي ټپي شوی دی .

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند انعام الله مياخېل بيا پژواک ته وويل چې له دې پېښې څخه دوى ته دوه تنه ټپيان ور وړل شوي چې روغتيايي حالت يې ښه دى.

د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.

له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د دغې پېښې د غندلو ترڅنګ د حاجي حیات خان  عالي شخصیت ته په اشارې د ولسونو د سوکالۍ او ښېرازۍ لپاره د نوموړي ټولنیز خدمتونه او سوله ییزې هڅې د قدر وړ وبللې.

سرچينه کاږي، نوموړي د افغانستان د دیني علماو متفقې فتوا او په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو د علمای کرامو د اعلامیې په استناد د ملکي وګړو، مشرانو، علماو او ښځو وژنه د اسلام د مبارک دین د ارشاداتو خلاف او حرام عمل وباله.

سرچينه زياتوي چې ده په ټینګار سره وویل، د افغانستان دښمنان  د ترور، وحشت، زور او تاوتریخوالي له لارې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره د افغان ولس پیاوړې هیلې نشي کمزورې کولی.

محمد اشرف غني د دغې پېښې د غندلو ترڅنګ د حاجي حیات خان کورنۍ او د ننګرهار ولسونو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او د نوموړي ټپي زوی ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.