د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مدني فعالانو جلال اباد کې له ښاروالۍ سره په ګډه د پاکوالي کمپاين پيل کړ

مدني فعالانو جلال اباد کې له ښاروالۍ سره په ګډه د پاکوالي کمپاين پيل کړ

Jul 30, 2018 - 17:37

جلال اباد (پژواک۸ زمری ۹۷): په ننګرهار کې ځوانو مدني فعالانو او د جلال اباد ښاروالۍ په دغه ښار کې په ګډه د ښار پاکوالي کمپاين پيل کړی، چې خلک يې په اړه وېشلي نظرونه لري.

عام خلک يې د ښار د تنظيم او پاکوالي لپاره ګټور بولي؛ خو دوکانداران او د سړک سر کراچيوانان او موټر چلوونکي وايي چې د دوی د کاروبار پر وړاندې يې خنډونه پيل کړي دي.

د ننګرهار د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي د زمري په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې وروستيو کې په جلال اباد ښار کې ګډوډي او بې نظمي ډېره شوې وه او هم د سړک پر سر خپلسرې اډې جوړې شوې وې.

د هغه په وينا، دغې چارې دوی مجبور کړل چې د جلال اباد ښاروالۍ او د ننګرهار ترانسپورټ او ترافيکو مديريت سره په ګډه جلال اباد ښار کې د ښاري تنظيم او پاکوالي په اړه کمپاين پيل کړي.

نوموړی زياتوي، لومړی دوی د ښار بېلابېلو برخو او قشرونو ته ورځي او خلکو ته د پاکوالي او د بې نظمۍ د مخنيوي کمپاين کوي او وروسته له اړوندو ادارو سره په ګډه عملي اقدام هم کوي.

ده وويل، د جلال اباد ښار د سړک پر سر خپلسرو اډو د انتقال لپاره يې ترافيکو مديريت او ترانسپورټ رياست څخه مرسته غوښتې چې له ښاره بهر اډې ورکړي او دغه راز يې له ښاروالۍ څخه غوښتي، چې د سړک سر لاسي پلورونکو ته هم د ښار په بېلابېلو ساحو کې منظم ځايونه جوړ کړي.

نوموړی له دوکاندارانو، لاسي پلورونکو او موټر چلوونکو غواړي چې د خپلې مزدورۍ ترڅنګ دې ښاري نظم ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي او دغه راز يې پر ښاريانو هم غږ وکړ، چې ښار خپل کور وګڼي، پاکوالي او نظم ته يې پاملرنه وکړي.

بلخوا د جلال اباد ښاريان، لاسي پلورونکي او موټر چلوونکي د دغه کمپاين په تړاو وېشلي نظرونه لري.

د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اوسېدونکی سميع الله چې په ننګرهار پوهنتون کې محصل دی، وايي، هر کله چې پوهنتون ته ځي، نو د سړک سر له اډو تګ راتګ کوي، چې هم يې دوی ته او هم يې د ښار نورو اوسېدونکو ته ستونزې جوړې کړې دي.

هغه وايي، دغې چارې سره به هم ښار منظم شي او هم به خلک په اسانۍ وکولی شي له يو منظم ځای څخه تګ راتګ وکړي.

دغه راز د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی ضياء الحق وايي، ښار ته د راتګ پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ کېده، چې هم د ريکشاوو شور او لوګی و، هم په هر ځای کې کثافات او تر څنګ يې د ښار په هره برخه کې د سړک پر سر لاسي کراچۍ او اډې جوړې وې.

دی زياتوي، له تېرو څو ورځو راهيسې کمپاين پيل شوی او ښار يو څه منظم شوی؛ خو غوښتنه کوي چې دغه چاره بايد دوام وکړي او لکه د نورو کمپاينونو په څېر تر يو څو ورځو وروسته ښار بېرته خپل حالت ته ونه ګرځېږي.

لاسي پلورونکي او موټر چلوونکي شکايت کوي، چې دوی له مجبورۍ د سړک پر سر کاروبار کاوه، خو اوس يې د روزۍ دغه وسيله هم ورته بنده کړه.

غلام حضرت چې په لاسي کراچۍ کې يې تازه مېوه بار کړې وه او د جلال اباد ښار په تنګو کوڅو کې له کمپاين پټ ګرځېده، وايي، پخوا مخابراتو څلور لارې کې ولاړ و او هره ورځ يې د خپلو بچو لپاره نفقه پيدا کوله.

هغه غوښتنه کوي چې که دغه ځای بندوي، نو نور ځايونه دې ورته په نښه کړي، څو دوی هلته خپله مزدوري وکړي.

دغه راز بيدار چې د کابل - جلال اباد لويې لارې موټر چلوونکی دی او له مخابراتو او تالاشۍ څلور لارو سپرلۍ وړي، وايي، دغه چاره يې له مجبورۍ کوله، ځکه اډې ته ډېر خلک نه ورتلل.

خو د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل، دا ځل به ولايتي اداره د دغه کمپاين ملاتړ کوي او ټولې هغه اسانتياوې به ورته برابروي، چې پر مټ يې په ښار کې نظم او پاکوالی راتللی شي.

د نوموړي په وينا، د سړک سر اډو پرځای د ټولو ساحو موټرو ته منظمې اډې جوړې شوي او دغه راز به د ټولو کراچيوانانو لپاره د ښار په بېلابيلو ناحيو کې منظم ځايونه جوړ شي.

دی زياتوي، اوس هم په څو سيمو کې د کراچيوانانو لپاره ځايونه شته، خو هغوی هلته نه درېږي او د سړک سر ته د دوکاندارۍ لپاره راوځي.

تر دې وړاندې هم، په جلال اباد ښار کې ورته د ښار پاکوالي او تنظيم کمپاينونه پيل شوي؛ خو تر لنډې مودې وروسته بېرته ښار خپل حالت ته ګرځېدلی دی.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement