د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"نامسووله وسله وال د ننګرهار په ناامنۍ او جنايي جرمونو کې لاس لري"

"نامسووله وسله وال د ننګرهار په ناامنۍ او جنايي جرمونو کې لاس لري"

Jul 30, 2018 - 17:16

کابل (پژواک، ٨ زمری ٩٧): په ملي شورا کې د ختیځو ولایتونو استازو په دغو ولایتونو په ځانګړې توګه ننګرهار کې ناامني ساختګي بولي او وايي، د ننګرهار په ناامنۍ او جنايي جرمونو کې نامسووله وسله وال لاس لري.

دوی د سختې اندېښنې تر څنګ په دغه ولایت کې د ملکي وګړو د وژنې په اړه وايي، د ننګرهار په مرکز کې د داعش ډلې مرکزونه فعال دي او د هېواد په نورو سیمو کې له دې ځایه بریدونه تنظيموي.

دوی په دې برخه کې له حکومت څخه د جدي اقدام غوښتنه کوي او وايي، که حکومت په دغه برخه کې اقدام ونه کړي دوی به خپله له خلکو سره یو ځای په دې تړاو تصمیم ونیسي.   

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي حضرت علي او عصمت الله شینواري، په مشرانو جرګه کې  د نورستان او لغمان د خلکو استازو عبدالطیف نهضت او میر حاتم تره خېل نن په کابل کې په یوه شریکه غونډه کې ګډون درلود.

حضرت علي په ختیځو ولایتونو، په ځانګړې توګه ننګرهار کې امنیتي وضعت د اندېښنې وړ وباله او ویي ویل، ننګرهار مخکې د امن کور و؛ خو اوس په ډېر ناامنه ولایت بدل شوی ان خلک د دغه ولایت په مرکز کې ځان امن نه احساسوي.

هغه په جلال اباد کې د پوهنې پر ریاست او د قابلو د زده کړې پر مرکز د وسله والو مخالفینو وروستیو بریدونو ته په اشاره وویل: (( اوس زموږ مکتبونه او د زده کړې مرکزونه خوندي نه دي، په دغه ولایت کې د پوهنې بهير درېدلى خو په اړه یې حکومت او بهرني ځواکونه چپ دي، تر څو چې د ختيځو ولایتونو په اړه حکومت او بهرنیان خپله پالیسي تغیر نه کړي په دغه ولایت کې به امنیتي وضعیت بدلون ونه کړي.))

د نوموړي په خبره، په ننګرهار کې د دولت له وسله والو مخالفینو سربېره د نامسووله وسله والو شتون خلک اندېښمن کړي او په دغه ولایت کې ډېری کسب کاران یادو کسانو ته مالیه ورکوي.

نوموړي له جزيیاتو پرته وویل، په دغه ولایت کې نامسووله وسله وال او سیمه ییز پولیس د نشه يي توکو په قاچاق، تښتونه او وسله والو بریدونو کې لاس لري.

نوموړي ادعا وکړه، په ملي شورا کې د ختیځو ولایتونو د خلکو استازي خبر دي چې د ننګرهار پر مرکز جلال اباد کې د داعش مرکزونه موجود دي او له همغه ځاى څخه خپل بریدونه تنظيموي.

خو د هغه په خبره، سیمه ییز حکومت او په دغه ولایت کې امنیتي ځواکونه په دې اړه ناخبري ښيي.

نوموړي زیاته کړه: ((په دغه ولایت کې ناامنۍ او جګړې ته زموږ نه پاملرنه له ملت سره جفا ده، که حکومت ورته پاملرنه ونه کړي نو ملت به لاس په کار شي.))

هغه له جزيیاتو پرته په ننګرهار کې د جګړې د ساختګي توب په اړه وايي، هغه څوک چې د ځینو خاصو کړیو د پروګرام مخته خنډ جوړ شي وژل کېږي.

نوموړي د یادو پروګرامونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل: (( ټولو ته معلومه ده، اړتیا نشته چې د کوم کس نوم واخلم، د ننګرهار اوسنۍ جګړه ساختګي ده او د یو شمېر کړیو او ډلو د موخو د تطبیق لپاره دوام لري.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عصمت الله شینواري هم په ختیځو ولایتونو په ځانګړې توګه ننګرهار کې د نامسووله کسانو له شتون څخه اندېښنه ښکاره کړه او ویې ويل، د دغو کسانو شتون په ختیځو ولایتونو کې د ناامنۍ د زیاتېدو او جګړې د دوام لامل شوی دی.

نوموړي وویل، د نامسووله کسانو موجودیت او په دغه ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکو عملیات چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل ګرځي له حکومت نه د خلکو فاصله زیاتوي.

 د ده په خبره، حکومت باید د هغو پېښو پلټنه وکړي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل ګرځي.

دغه راز نوموړي وویل، په ننګرهار کې د امنیتي ځواکونو تشکيل د دغه ولایت د نفوس او پراخوالي په پرتله ډېر کم دى او مرکزي اداره باید ورته پاملرنه وکړي.

په مشرانو جرګه کې د نورستان د خلکو استازي عبدالطیف نهضت یار هم په ختیځو ولایتونو په ځانکړې توګه ننګرهار کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي، د سیمه ییز حکومت د نه پاملرنې له امله له ولسوالیو څخه د جلااباد مرکز ته جګړه انتقال شوې او که کنټرول نه شي وضعیت به نور هم خراب شي.

نوموړي زیاته کړه: (( تجربو ښودلې چې په ختیځو ولایتونو کې د بدلون رامنځته کېدل په کابل کې د بدلون لامل شوی دی؛ نو ځکه له مرکزي ادارې څخه غواړو چې د ننګرهار وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.))

نوموړي وویل، په بحراني حالاتو کې تل ملت ته مراجعه شوې او تر هغه چې حکومت ملت په غېږ کې ونه نیسي امنیتي ستونزې به حل نه شي.

د هغه په خبره، خلک تر هر چا زیات د امنیت په برخه کې اغېزمن واقع کېدای شي او حکومت باید د امنیت په راوستو کې له خلکو څخه کار واخلي.

د خلکو دغو استازو وویل، که په ختیځو ولایتونو کې جکړه ختمه نه شي په ملي شورا کې به د خلکو استازي د دغو ولایتونو له قومي مشرانو سره په مشوره تصمیم ونیسي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement