د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پر درې زره کورنیو غنم وېشل کېږي

پر درې زره کورنیو غنم وېشل کېږي

Jul 30, 2018 - 18:41

کابل (پژواک،۸ زمری ۹۷): د کرنې وزارت وايي چې په هرات ولایت کې پر ۳۰۰۰ کورنیو زره ټنه غنم وېشل کېږي.

د دغه وزارت چارواکو ویلي چې یاد شمېرکورنۍ د تېروڅو میاشتو وچکالۍ له امله له فراه، بادغیس او غور ولایتونو څخه هرات ته بې ځایه شوې دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزير نصیراحمد دراني هرات ته د خپل سفر په درېیمه ورځ، د غور، بادغیس او فراه یادو بې ځایه شوو خلکو له استازو سره لیدنه وکړه او د هغوی له غوښتنوسره سم پرېکړه وشوه چې یادو بې ځایه شووکورنیو ته زرټنه غنم ووېشل شي.

د یاد شوو ولایتونو استازو د کرنې له وزیرڅخه غوښتنه وکړه چې د ملی يووالي حکومت دکابینې غونډه کې دې د دوی ستونزې مطرح کړي څو ورسره بېړنۍ مرستې وشي.

په ورته وخت کې د کرنۍ وزیر د بې ځایه شووکسانو د دې غوښتنې په ځواب کې د هرات کرنې ریاست او سیلو ته لارښوونه وکړه،څو زر ټنه غنم یادو درې زره کورنیو ته ځانګړي او پرې ویې وېشي، څو د غلې کمښت له اړخه د دوی ستونزه هواره شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement