ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په افغانستان کې له انساني قاچاق سره د مبارزې پر تګلارې دې له سره کتنه وشي”

“په افغانستان کې له انساني قاچاق سره د مبارزې پر تګلارې دې له سره کتنه وشي”

author avatar
30 Jul 2018 - 15:46
“په افغانستان کې له انساني قاچاق سره د مبارزې پر تګلارې دې له سره کتنه وشي”
author avatar
30 Jul 2018 - 15:46

کابل (پژواک، ٨ زمرى ٩٧): په افغانستان کې د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې شبکه وايي، په نړیواله کچه له انساني قاچاق سره د مبارزې پر تګلاره او په افغانستان کې په دې اړه پر جوړ شوي قانون دې بیا کتنه وشي.

دغه شبکه له نړيوالې ټولنې غواړي چې د انساني قاچاق پر وړاندې د نورو کړنو تر څنګ له افغانستان سره په دې برخه کې مالي او نورې مرستې وکړي.

نن (د جولاى ٣٠مه) له انساني قاچاق سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.

په افغانستان کې د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې شبکې غړي حبيب الرحمن ننګ نن په کابل کې په دې اړه د يادې نادولتي شبکې او عدليې وزارت له خوا په نیول شوو مراسمو کې انساني قاچاق یوه له هغو ستونزو ياده کړه چې افغان دولت ورسره د جدي مبارزې ژمنه کړې.

دى وايي: "دغه پدیده نه یوازې د شریعت او د اسلام له سپېڅلي دین سره په ټکر کې ده، بلکې د هېواد په نافذه قوانینو کې هم جرم دی او له عاملینو سره یې جدي قانوني چلند کېږي."

ده وويل چې د انساني قاچاق پراخوالی ملي، سیمه ییز او نړیوال اړخونه لري او له هغه سره مبارزه، نه یوازې په ملي کچه عملي تګلارې ته اړتیا لري، بلکې اړتیا ده چې په نړیواله کچه د دې پدیدې د مخنیوي په لارو چارو کار وشي او د انساني قاچاق بانډونه له منځه یووړل شي.

دى زياتوي: "له بده مرغه لیدل کېږي چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د انساني قاچاق د پراخوالي د مخنیوي تګلاره سمه نه ده او باید په دې تګلاره بیا کتنه وشي . له ګڼو هڅو سره سره چې موږ یې په افغانستان کې د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره کوو، د سیمې او نړۍ له هېوادونو هم غواړو چې د انساني قاچاق د عاملینو پر وړاندې لکه څنګه چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې یو ځای دي، د دوی پر ضد هم اقدام وکړي."

افغانستان کې د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې شبکې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې د غښتلتيا لپاره ځينې وړانديزونه کړي.

سرچينه ليکي چې په ۱۳۹۵ کال له انساني قاچاق سره د مبارزې لپاره نوی قانون نافذ شو، خو ستونزې لري او بايد بيا کتنه پرې وشي.

په اعلاميه کې راغلي چې افغان دولت باید د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان او سیمې هېواودنو تر منځ په بېلابېلو امنیتي، فضايي او ډیپلوماتیکو برخو کې کړنلارې جوړوي؛ ځکه چې په دې برخه کې اړينې کړنلارې نشته.

دغه راز په اړوند غونډو کې د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې کمېسيون غړو وزارتونو د مرستيالان ګډون او له دې پديدې سره د مبارزې په برخه کې د دولت جدي کړنې او په اړه يې کلنۍ راپور وړاندې کول هم په يادو وړانديزونو کې شامل دي.

سرچينه زياتوي: "موږ له نړیوالې ټولنې غواړو تر څو په افغان دولت فشار راوړي چې له انساني قاچاق سره د مبارزې په برخه کې کوټلي ګامونه پورته او په مالي برخه کې له افغانستان دولت سره مرسته وکړي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.