ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوليسو ننګرهار کې پر يو شپږ کلن ماشوم جنسي تېری کوونکی نيولی

پوليسو ننګرهار کې پر يو شپږ کلن ماشوم جنسي تېری کوونکی نيولی

author avatar
30 Jul 2018 - 17:29
پوليسو ننګرهار کې پر يو شپږ کلن ماشوم جنسي تېری کوونکی نيولی
author avatar
30 Jul 2018 - 17:29

جلال اباد (پژواک، ۸ زمری ۹۷): پوليسو د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې پر يو شپږ کلن ماشوم جنسي تېری کوونکی نيولی او چارواکي وايي، نيول شوی کس به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

د جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې اوسېدونکی يو ماشوم چې د عظيم الله په نوم د يو سيمه ييز زورواکي د ساتونکي له خوا پرې جنسي تېری شوی اوسمهال د ننګرهار په عامې روغتيا رياست کې تر درملنې لاندې دی.

د ماشوم کورنۍ وايي، که ولايتي ادارې يې پر معصوم زوی تېري کوونکي ونه نيول او مجازات يې نه کړل؛ نو دوی به خپل ځانونه د ولايت د دروازې په مخکې وسوځوي.

د قرباني ماشوم پلار بلال (مستعار نوم) وايي، پر زوی يې د عظيم الله په نوم د يو ټوپکوال د ساتونکي له خوا جنسي تېری شوی او کله چې دوی شکايت ته ورغلي، لا يې په مرګ هم ګواښلي دي.

دی وايي، نه يواځې يې دوی پر مرګ ګواښلي، بلکې د جلال اباد په حوزوي روغتون کې يې مېرمن هم ورته وهلې او بې عزته کړې ده.

د هغه په وينا،که يې پر معصوم زوی جنسي تېری کوونکی ونه نيول شي او مجازات نه شي؛ نو خپل مظلوميت به يې دې ته اړ کړي  چې د ولايت مخکې له خپلې ښځې او اولادونو سره ځان ته اور واچوي.

د قرباني ماشوم ورور وايي، لومړی يې کوچني ورور په کور کې بهانه کوله، چې بايسکل وهلی؛ خو کله چې ورته پلار په قهر شو؛ نو په ژړغوني انداز يې وويل چې د عظيم الله ساتونکي پرې جنسي تېری کړی دی.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل چې په جلال اباد ښار کې پر کوچني ماشوم جنسي تېری کوونکی د پوليسو له لوري نيول شوی او څارنوالۍ ته به ور وپېژندل شي.

هغه زياته کړه: ((د پهلوان په نوم کس چې د عظیم الله ساتوونکی دی او په کوچني ماشوم يې جنسي تېری کړی و،تېره ورځ د پولیسو له لوري نیول شوی او ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.))

نوموړی وايي، یاد کس د زیانمنې کورنۍ له لوري هم پېژندل شوی او تر نیول کېدو وروسته ورته ښودل شوی هم دی.

په همدې حال کې په ختيځ کې د بشر حقونو خپلواک کمېسيون په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پر زياتېدو اندېښنه څرګندوي.

د دغه کمېسيون مشرې صبرينا حميدي د اندېښنې ترڅنګ په دغه برخه کې د اړوندو امنيتي ارګانونو له نه همکارۍ هم شکايت وکړ او ټينګار يې وکړ چې د دا ډول پېښو عاملين بايد تر نیولو کېدو وروسته علني محاکمه او مجازات شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.